کابل کې د "افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بریا" نندارتون په درېیمه ورځ یو شمېر سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور له کچې خوښ بریښي.
دغه نندارتون کې غرفه لرونکي په کور دننه او بهر د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د نندارتون له ۳۱۰ غرفو ۱۵۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
غرفه لرونکې، دیبا و ویل: « هغه محصولات چې نندارې ته مو وړاندې کړي دي طبیعي زیره، وحشي شات، د بدخشان کورت او د بدخشان غرنیزه پسته ده.»
یو بلې غرفې لرونکې، میرزا هم و ویل: « نن د نندارتون درېیمه ورځ ده. ډېر خلک یې لیدو ته راځي، تېره ورځ چې جمعه وه ډېر خلک راغلي و او زموږ پلور هم ښه و.»
د نندارتون یو شمېر ګډونوال بیا د کورنیو تولیداتو نندارتونونه له دغو تولیداتو سره د خلکو د اشنایۍ لپاره اړین بولي.
د نندارتون ګډونوال، حمدالله و ویل: « موږ د نندارتون لیدنې ته راغلو چې د خپل هېواد د کورني تولیداتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړو او پوه شو چې افغانستان کې کوم محصولات تولیدیږي.»
د نندارتون یوه بله ګډونواله، هدیه وایي: « له اسلامي امارته غواړو چې اجازه ورکړي چې دغه راز نور نندارتونونه ترسره شي څو خلک وکولای شي پکې ګډون وکړي او دغو نندارتونو کې ګډون د هېواد د اقتصادي پراختیا لامل کیږي.»
د نندارتون جوړوونکي هم وایي، تېرو درېیو ورځو کې ګڼو خلکو له دغه نندارتونه لیدنه کړې ده.
د نندارتون مسوول، فرید نادري و ویل:« له نیکه مرغه ورځ په ورځ د دغه نندارتون لیدونکي زیاتیږي، نن درېیمه ورځ ده او تېره ورځ څه د پاسه ۳۰زرو کسانو له دغه نندارتونه لیدنه کړې ده.»
د اسلامي امارت مسوولین هر کال د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو او دغه راز ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چین او ایران کې د کورنیو تولیداتو نندارتونونه جوړوي او د هېواد کورنیو تولیداتو ننندارتونونه د اقتصادي پياوړتیا یوه لاره ګڼي.
په دې اړه مو اندونه