Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو او د ورځني عاید زیاتوالی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خپل یو کلن راپور ورکړې په پروګرام کې ویلي چې، په ورځ کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر ۲۶۵ ته رسېدلی دی.

هغوی په دغه پروګرام کې زیاته کړې چې، له هرې الوتنې ۷۰۰ امریکايي ډالر د حکومت خزانې ته جمع کېږي.

د ټرانسپورټ وزارت عملیاتي معین فتح‌الله منصور وايي چې، په هېواد کې د هوايي ډګرونو د هوايي ټرانسپورټ ټول خدمتونه له نړۍوالو معیارونو سره سم ترسره کېږي.

ښاغلی منصور زیاتوي:«له تېرو دوو میاشتو راهیسې، په یادو الوتنو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې، اوس‌مهال په هرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغانستان له فضا په خوندي توګه ۲۶۵ تېرېدونکې الوتنې کېږي.»

د دغه وزارت مالي او اداري معین صدیق‌الله عابد وايي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، دغه وزارت له بهرنیو مرستو پرته د هېواد هوايي ډګرونه فعال کړي او ځمکنی ټرانسپورټ یې هم تنظیم کړی دی.

ښاغلی عابد څرګندوي:«موږ د هوايي چلند په برخه کې له صفر حالته پيل وکړ، اوس ګورئ چې، په معیاري توګه خپل پرمختګ ته دوام ورکوو، الحمدالله ټولې چارې د افغانانو له خوا ترسره کېږي.»

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي:«موږ په تېرو درې کلونو کې دا ثابته کړې او په ځلونو مو اعلان کړې چې، د افغانستان فضا امنه ده او د هوايي چلند بهرني شرکتونه چې، غواړي د افغانستان له فضا تېر شي، زمینه ورته مساعده ده.»

د دغه وزارت د واټ ټرانسپورټ معین هم د دغه وزارت د نورو فعالیتونو په تړاو خبرې وکړي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین عبدالسلام حیدري وايي:«په تېر یوه کال کې، له افغانستانه ګاونډیو او د سیمو هېوادونو لکه، ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ایران او پاکستان ته، ۵۲۴ زره او ۳۸ افغاني لاریو او افغانستان ته ۳۳۸ زره او ۷۰۹ بهرنیو لاریو تګ راتګ کړی دی.»

د ټرانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو یو کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره او ۵۰۱ الوتنې ترسره شوي چې له دې منځه ۵ زره او ۴۱۳ بهرنۍ او ۷ زره او ۹۰ کورنۍ الوتنې وې. دغه‌راز په دې موده کې ۲۶۰ زره او ۲۱۸ بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.  

شریک یي کړئ