Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیسته؛ له منځنۍ اسیا سره د اړیکو پراختیا

د اسلامي امارت د رییس الوزرا قتصادي مرستیال ازبېکستان ته په خپل سفر کې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز په پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی.

ملا عبدالغني برادر د دغه مرکز پرانیسته د سیمې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوس مهال د ازبېکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړيکو او پانګونې فرصتونه زیات شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز پرانیستې ته د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال و ویل، نن د دغه مرکز له پرانیستې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو اقتصادي اړیکو په برخه کې یو بل ګام پورته کیږي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دغو مراسمو په څنډه کې د اذربایجان د لومړي وزیر له مرستیال سره هم کتلي او په کابل کې یې د دغه هېواد سفارت پرانيستو د هرکلي ترڅنګ د اذربایجان له خصوصي سکټوره غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اذربایجان لومړي وزیر ټینګار کړی، هېواد یې د لاجوردو لار بیا فعالولو او له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته چمتو دی.

ورته مهال ملا برادر د ازبېکستان لومړي وزیر سره هم کتلي دي.

د ازبېکستان لومړي وزیر په دغه کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان تازه مېوې مرکزي اسیا او نورو هېوادونو ته ورسوي.

د صنعت او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: افغانستان ته د ازبېکستان د لوړ پوړو چارواکو راتګ او ازبېکستان ته د افغانستان د لوړپوړو چارواکو ورتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده او یو بالقوه ظرفیت دی او کولای شو د دواړو هېوادونو له وړتیاو اعظمي ګټه پورته کړو.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکېب میر هم و ویل: له لاجورد لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د توکو استول کولای شي د افغانستان لپاره ډېر ګټور تمام شي.

بل لورته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په ترمذ  نړۍوال سوداګریز مرکز کې د افغانانو سوداګرۍ کولای شي، چې د افغانستان د صادراتو کچه زیاته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: هلته پانګونه ډېره اسانه ده، افغانان هم کولای شي هلته خپل توکي یوسي او د پروسس لپاره هم هلته شرایط برابر دي.

د روان کال د زمري په ۲۷مه د دغه هېواد لومړی وزیر کابل ته راغلی و، چې دلته یې له اوسني حکومت سره د پانګونې په برخه کې د ۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه