Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې وزارت: ۲۷۱ کرنیزې او د اوبولګولو پروژې پلې شوې دي

د کرني اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، په تېر یوه کال کې یې د نړۍوالو موسسو په مرسته د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې ۲۷۱ پروژې پلې کړي دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطالله عمري و ویل: د (قوشتېپې) لومړي فاز کار پای ته رسېدلی او اوس پر دویم او درېیم فاز هم کار روان دی، وروستۍ برخه چې اندخوی کې ده هلته هم کېندنه پیل شوه. په لومړنیو برخو کې ودانیزې چارې هم پیل شوې دي.

هغه ویلي، هڅه کوي چې د بېلابېلو پلانونو پر بنسټ، کرنه میکانیزه، د وچکالۍ پر وړاندې د نباتاتو مقاومت لوړ، د ځنګلونو د وهلو، د اوبو زېرمې او په هېواد کې د وچکالۍ د زیات اغېزو مخنیوی وکړي.

ښاغلي عمري زیاته کړه: کروندګرو ته باید عامه پوهاوی وشي. څو هغوی د بزګرۍ هغه سنتي طریقه عصري بڼې ته بدله کړي.

د وزارت مرستیال هیله وښوده چې د نشه‌يي توکو د بدیل معیشت په برخه کې نړۍوال له دوی سره خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه وايي، اوس مهال هم له بېلابېلو هېوادونو سره له افغان کروندګرو د ملاتړ لپاره په خبرو بوخت دی او پر کروندګرو یې د زعفرانو، پنبې او اینجې تخمونه ویشلي دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني بیا وايي: بهرنیو موسسو سره په دې تړاو خبرې روانې دي. موږ ته یې ډاډ راکړی دی. جاپان او نور چې دي، ټولو موږ ته ډاډ راکړی دی. په قطر کې چې درېیمه غونډه وه هلته هم موږ ته ډاډ راکړ شوی دی. تر اوسه عملي شوي نه دي.

بل لورته د وزارت د اوبو لګولو او طبعي سرچینو مرستیال وايي، د اوبو د مخنیوي لپاره یې ۱۳۸ پروژې پیل کړي، چې ځینې یې پلي شوې دي.

بازم محمد فیضان وايي، د کروندګرو د محصولاتو د خرابېدو مخنیوي لپاره یې پنځه لویې سړې خونې جوړې کړې دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبعي سرچینو مرستیال، باز محمد فیضان په دې اړه و ویل: ۱۳۸ لوی چېک ډېمونه مو په ولایتونو کې جوړ کړل. کوچني چېک ډیمونه بیا په میلیونونو دي چې تاسې به یې په بیلابیلو سیمو کې وینئ چې اوس هم د جوړېدو په حال کې دي.

کروندګرو ته د ۳۰ زره ټنه اصلاح شویو تخمونو او ۶۴ زره ټنه کیمیايي سرې، د پنځو لویو سړو خونو جوړول، د کروندګرو د اضافي غنمو ذخیره‌کول او تر ۱۵۰زرو زیاتو کروندګرو ته عامه پوهاوی هغه موارد دي، چې یاد وزارت یې د تېر یوه کال لاسته راوړنو په توګه یادوي.

ښاغلي عمري زیاته کړه، کروندګرو ته باید عامه پوهاوی وشي. څو هغوی د بزګرۍ هغه سنتي طریقه عصري بڼې ته بدله کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه