Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د امریکا د۲۰ کلن حضور د اقتصادي لاسته‌راوړنو او ناکامیو ارزونه

په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال، اقتصادي کارکړنې له هغو بحثونو دي چې، د ټولو موضوع‌ګانو ترڅنګ، ارزونې ته اړتیا لري.

ځينې کارپوهان وايي چې، د دغو ځواکونو د دوه لسیزو د حضور په لړ کې، هېواد ته ۴ ترېلیون ډالره راغلل او د افغانستان په بېخ‌بنايي برخو کې هم ځينې کارونه ترسره شوي دي.

خو په دغو شلو کلونو کې، د مالي او اداري فساد او دوامدارو جګړو په څېر ننګونو، په هېواد کې بېخ‌بناوې لکه صنعت، سړک جوړونه او رېل پټلۍ، د برېښنا د تولید لپاره د بندونو جوړول او په معیاري توګه د کانونو ایستلو وده ونه‌کړه او افغانستان یې نورو هېوادونو له بشري مرستو خلاص نه‌کړ.

د دولت د درې ګونو قواوو رامنځته کېدل، د پوهنې او لوړو زده‌کړو او مخابراتو پراختیا، د رسنیو جوړېدل، بانکي او مالیاتي سېسټمونه، د ځینو هوایي ډګرونو بیا رغونه او دغه‌راز د کرنې د ودې او پراختیا لپاره هڅې او د بېلابېلو بېخ بناوو بیارغونه چې مېلیاردونه ډالره لګښت پرې راغلی، په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو د شل کلن حضور له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي، خو دا هڅې نه‌دي توانېدلي چې افغانستان ځانبسیاینې ته ورسوي.

اقتصاد پوه سید مسعود طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ له دغو ۴ ترېلیون ډالرو څخه ۱۴۰ مېلیارد ډالره یې بیارغونې او ۸۵۰ یا هم زیات د افغانستان د اقتصادي کچې د لوړولو لپاره وکارولې چې، یو ترېلیون ډالر کېږي او درې ترېلیون ډالره نور غلا شوې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی میرشکیب میر هم څرګندوي:«امریکايي ځواکونو په ټول کې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور کې په اقتصادي برخه کې ځینې کارونه کړي دي؛ له هغې ډلې د هوايي ډګرونو پراختیا، د بېلګې په توګه د مزارشریف هوايي ډګر، د کندهار هوايي ډګر، د اوبو لګولو او د اوبو رسونې د سیسټمونو پراختیا، او همدارنګه د برېښنا د سیسټم پراختیا.»

په دې لړ کې اقتصاد وزارت د امریکا او د هغې د متحدینو د شل کلن حضور د پای ته رسېدو د درېیم کال د پوره کېدو په مناسبت ویلي چې، په دې موده کې د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره بنسټیز کارونه نه‌دي شوي او اسلامي امارت هڅه کوي چې، د هېواد بېخ بناوې بیا ورغوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«د تېرو شلو کلونو په لړ کې د هېواد د اقتصاد د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټيز کارونه نه‌دي شوي او د اقتصادي بېخ‌بناوو په برخه کې هېڅ معقول پلان نه‌دی نیول شوی.»

بلخوا،د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وایي چې، په بېلابېلو برخو کې د مېلیاردونو ډالرو له راتلو سره سره، د افغانستان تولیداتو ته دومره پاملرنه ونه شوه. د دوی په باور، که د نړۍوالې ټولنې مرستې پر بېخ بنایي پروژو لکه د برېښنا پر تولید او نورو بنسټيزو پروژو لګول شوې وای، نو د بې وزلۍ کچه به راټیټه شوې وای او افغانستان به ځان بسیاینې ته رسېدلی و.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته وايي:«دا چې، مرستې په سیمه توګه مدیریت نه‌شوې، په بېخ‌بنايي پروژو کې کمې ولګول شوې او ځينې مرستې تالاترغۍ شوې، ټولو ته ثابته ده. د افغانستان د صنعت په برخه کې، په هغه کچه مرستې چې، وشوې، تر ټولو کمه کچه مرسته د افغانستان صنایعو ته جذب شوې دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نويد هم څرګندوي:«اوس اړتیا ده چې پر بېخ‌بنايي پروژو او هغو پروژو کار وکړو چې عواید ولري او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

په داسې حال کې چې، ځینې افغان سوداګرو په پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، د منځنۍ اسیا په هېوادونو، ترکیې او نورو هېوادونو کې مېلیاردونه ډالر پانګونه کړې؛ خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان نیمایي وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او له هرو څلورو افغانانو یو هغه نه پوهېږي چې، د بل وخت خواړه به له کومه ترلاسه کوي.

اقتصاد وزارت وايي چې، په دغې موده کې د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره بنسټیز کارونه نه‌دي شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه