Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارغندي سب سټيشن ودانیز کار د بشپړېدو په درشل کې دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د سب ستېشن ودانیزې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي.

د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، د دغه سب ستېشن د چارو له بشپړېدو وروسته به د برېښنايي وسایلو د نصب چارې هم پیل شي.

ښاغلي عابد په دې اړه داسې و ویل: «له یوه هندي او کورني شرکت سره د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټیشن خبرې شوې دي او د یادونې وړ ده چې په دغه سب سټیشن کې کار په ډېرې چټکۍ سره روان دی. دغه کار به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړ شي او د برېښنايي وسایلو د نصب کار به پیل شي.»

یو شمېر کارپوهان له نورو هېوادونو افغانستان ته د برېښنا د لېږد د ظرفیت لوړونې لپاره د انتقالي سب سټېشنونو جوړېدل مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي وايي: «هغه برېښنا چې له بهره را واردو هر کال پرې میلیونونه ډالر ورکوو. اوس نو اړتیا ده چې په معیاري ځایونو کې معیاري سب سټيشنونه جوړ شي.

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه، برېښنا د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د ودې لپاره یوه مهمه سرچینه ګڼي او په کور دننه د برېښنا پر تولید ټينګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید همدا راز و ویل: «د برېښنا موضوع یوه مهمه موضوع ده. موږ باید د انرژۍ سکټور پیاوړی کړو. برېښنا باید د ټولو لپاره که سوداګرۍ لپاره وي او که د تولید لپاره باید برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څه موده وړاندې د ارغندۍ د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې دا پروژه او نورې پروژې چې په دې ټولګه کې شاملې دي، له ترکمنستانه به د زر میګاواټه برېښنا د واردولو زمینه برابره کړي، چې د هېواد د برېښنا د کمښت لویه برخه ستونزې به ورسره حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه