د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، څه باندې لس ورځې کېږي چې، د تورخم بندر بند دی او په دې موده کې سوداګرو ته مېلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.
د دغې خونې مسوولانو له پاکستاني چارواکو غوښتي، هغو ننګونو ته چې د دغه بندر د تړل کېدو لامل کېږي، رسېدنه وکړي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیبالله صافی وايي:«تراوسه کابو لس یا یولس ورځې کېږي چې، د تورخم - پېښور پر لار لاریونونه دي، د سیمې خلک راغلي دي، له همدې امله د دواړو لورو سوداګري درېدلې ده. د سوداګرۍ ډېره کچه د تورخم له لارې کېږي.»
اخوا، د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د اګسټ له ۲۱مې راهیسې د تورخم لارې تړل کېدو پاکستان ته هم شاوخوا ۵۴۰ مېلیونه روپۍ زیان اړولی دی.
سوداګر امید حیدري څرګندوي:«د تورخم لارې تړلو پاتې کېدو زموږ پر صادراتو ډېره منفي اغېزه کړې ده او له دغه بندره، زموږ کابو ۵۰ سلنه صادرات کم شوي دي. زموږ ډېری ټرانزیټ د تورخم له لویې لارې کېږي چې، دې هند ته زموږ پر صادراتو منفي اغېزه کړې ده.»
په پاکستان کې د اسلامي امارت شارزدافیر سردار احمد شکیب وایي، د پاکستان چارواکو ډاډ ورکړی چې، پر دې ستونزه به غور وکړي.
ښاغلي شکېب ویلي:«پاکستاني چارواکو له موږ سره ژمنه کړې وه، له هغو کسانو سره چې، لاره یې تړلې، خبرې کوي چې، لاره خلاصه کړي؛ خو تراوسه کومې پایلې ته سره نهدي رسېدلي. او خبرې اترې ناکامه شوې دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۳۲۹ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو چې، د تېر کال د شپږو میاشتو پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.
په دې اړه مو اندونه