د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې څه د پاسه ۱۴ سوه کیلوګرامه شات له هېواده بهر صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، دغه شات د شاوخوا ۴زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت عمان، جرمني او جاپان ته صادر شوي دي.
عبدالسلام جواد وایي: « له هېواده ۴۳۰ کیلوګرامه شات عمان، جرمني او جاپان ته د څلور زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت صادر شوي دي او همدارنګه دغه موده کې له ترکیې، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او له ځینو نورو هېوادونو د ۳۲۸زره ډالرو په ارزښت څه د پاسه ۱۷۵ ټنه شات هېواد ته وارد شوي دي.»
ورته مهال د شاتو ځینې تولیدونکي د بازار کمرنګه کېدو اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې له بهره د کم کیفیته شاتو پر لید بندیز ولګوي.
د شاتو پلورونکي، وحید الله و ویل: « زموږ د شاتو د پلور بازار د کمرنګه کېدو لامل د دولت نه پاملرنه ده. هغه شات چې له پاکستان او ایرانه واردیږي، مصنوعي دي او یا په مصنوعي توګه تولیدیږي و بازار ته وړاندې کیږي.»
د شاتو یو بل پلورونکي، نجیب الله و ویل:« له اسلامي امارته غواړو چې د بې کیفیته شاتو واردېدو ته اجازه ورنکړي؛ ځکه پر کیفیت لرونکو شاتو د خلکو باور کموي.»
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د شاتو د فارم لرونکو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د دغه وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وایي: « د افغانستان اسلامي امارت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې هېواد کې د کیفیت لرونکو شاتو د تولید په موخه لابراټوارونه جوړ کړي چې په کورني تولید او بهر ته یې په صادرولو کې مهم رول ولري.»
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو لمخې، دا مهال هېواد کې ۳ زره او ۳۹۷ د شاتو د مچیو فارمونه شته چې دوه زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات ترې لاسته راځي.
په دې اړه مو اندونه