د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان زېږیز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند وایي، دغه موده کې افغانستان، قرغیزستان ته د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
له دې سره سم، د قرغیزستان د وزیرانو کابینې رييس په بشکک کې د اسلامي امارت د سفارت له چارسمبالي سره کتلي او افغانستان سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، افغانستان د کانونو د ګډې پراختیا او ټرانسپورټي چارو په تړاو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۲۰۲۴ زېږیز کال په اتو میاشتو کې قرغیزستان سره د افغانستان د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده چې ۶ میلیونه یې صادرات او ۸ میلیونه ډالر یې واردات دي.
ورته مهال، ترکمنستان کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر دغه هېواد کې د ازبیکستان د سفارت له مستشار سره کتلي دي.
ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې دواړو خواو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو، بشري مرستو، سیمه ییزو همکاریو او د سیمه ییزو او بیخ بنایي پروژو د پلي کېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وایي: « قرغیزستان د افغانستان لپاره تر ټولو مهم مارکیټ دی په ځانګړې توګه د کرنیزو محصولاتو او صنعتي توکو لپاره، چې موږ وکولای شو د نویو بندرونو له لارې اړیکې ولرو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، قرغیزستان او ازبیکستان ته د افغانستان تر ټولو ډېر صادراتي توکي معدني اوبه، د بخار دیګونه، غالۍ، غیرالکولي مشروبات، وچه مېوه، د مېوو جوس، زردالو او کنجد دي.
په دې اړه مو اندونه