د اوبو او انرژۍ وزارت د تره خېلو د MVA۲۵۲ نوي سبسټېشن او له چمتلې د تره خېلو تر نوي سبسټېشنه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد خبر ورکوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وایي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کابل کې د صنعتي پارکونو، روغتونونو او دولتي ادارو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«کله چې، د چمتلې دښټې د برېښنا د لېږد ۲۲۰ کیلو ولټه مزی دلته ورسېږي، په کابل کې به د کابو ۲۵۰ زره تنو لپاره برېښنا برابره کړو. همدارنګه د صنعتي پارکونو او روغتونونو د برېښنا ستونزې به حل شي.»
بل خوا، د ریاست الوزرا سیاسي مولوي مرستیال عبدالکبیر وايي، سره له دې چې، افغانستان د انرژۍ تولید لوړ ظرفیت لري؛ خو د تېرو کلونو د ناخوالو له امله افغانستان لا هم د برېښنا یو ورادوونکی هېواد ګڼل کېږي.
مولوي عبدالکبیر زیاتوي چې، له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولیدولو هڅې د اسلامي امارت په مهمو لومړیتونو کې راځي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل:«موږ له ټولو هغو هېوادونو چې، له هغوی سره د برېښنا تړون لرو، ترې مننه کوو. د افغانستان په څېر جګړه ځپلي هېواد لپاره بنسټيزه حل لار په هېواد کې پر کورنیو سرچینو او له کورنیو سرچینو د برېښنا پر تولید تکیه کول دي.»
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د صنایعو او کانونو خونې مسوولان هم په هېواد کې د تولیدي فابریکو لپاره د اړینې انرژۍ برابرول د ځان بسیاینې لپاره مهم ګڼي او د کابل د تره خېلو سب سټېشن جوړېدل د فابریکو لپاره د برېښنا د زیاتېدو په برخه کې یو ستر ګام بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد په دې هکله وویل:«له صنعت کارانو زموږ غوښتنه دا ده کهچېرې موږ او تاسې د دغې غوښتونکي یو چې، افغانستان له اقتصادي پلوه یو ثبات لرونکی او خپلواک هېواد وي، نو موږ باید افغانستان پر یوه صنعتي هېواد بدل وکړو.»
د اوبو او انرژۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان د اوبو له سرچینو د ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا، د باد له سرچینو ۶۷ زره مېګاواټه برېښنا، د لمر له سرچینو ۲۲۲زره مېګاواټه برېښنا او له حراراتي سرچینو د ۶ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
په دې اړه مو اندونه