Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ سلنې کموالی راغلی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان هجري- لمریز کال په پنځو لومړیو میاشتو کې د افغانستان په صادراتو کې له لس سلنې کمښته خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند د افغانستان د صادراتو د کمښت لامل پر سوداګریزو هوکړو د پاکستان نه درېدل ګڼي.

نوموړی زیاتوي، په دې موده کې د سیمې له هېوادونو سره د ۴ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې شوې دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد ټینګار کوي چې سوداګریزو هوکړو ته د پاکستان د نه ژمنتیا له امله ، په دې موده کې د افغانستان صادرات د تیر کال پرتله ۱۰ سلنه کم شوي دي.

ښاغلي جواد و ویل: «نږدې ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالر وو، چې له منځه یې ۵۰۹ میلیون ډالره صادرات او کابو ۴ میلیارده او ۹۱ میلیون ډالره واردات دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال په لومړيو ۵ میاشتو کې د هېواد صادرات ۵۶۸ میلیون ډالره او واردات ۳ میلیارده او ۲۱۱ میلیون ډالره  چې د تېر کال پرتله صادرات ۱۰ سلنې راکم شوي دي. لوی لامل یې د پاکستان له لوري سوداګریز بندیزونه او د سوداګرۍ قانون ته نه ژمنتیا ده.»

بلخوا، د تازه مېوې او سبزیجاتو یو شمېر صادروونکي سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو پر حل لپاره ټینګار کوي او له پاکستان سره د سوداګرۍ د بدیلې لارې د جوړولو غوښتنه کوي.

سوداګر، امید حیدري په دې اړه و ویل: «موږ دې ته اړ یو چې له ایران سره هوکړې ولرو او د ایران له لارې ترکیې ته صادرات ولرو او د منځنۍ اسیا هېوادونو پام ځان ته واړو او په چابهار بندر کې هم پانګونې وشي.»

یوه بل سوداګر، میرویس حاجي زاده هم څرګنده کړه: «له بده مرغه، موږ ټول ددې شاهدان یو چې د کال په دې موسم کې د مېوې موسم وي چې د تورخم لار بیا بندیږي. دا خپله یوه لویه صدمه ده. که دغه ستونزې وي نو صادرات به ژر صفر ته نږدې شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو د افغانستان تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ازبیکستان، ایران، ترکیې چین، عراق، قرغیزستان، امریکا متحده ایالتونو، سعودي عربستان، اسپانیا، هالنډ، روسیې، جرمني، بلجیم، برېټانیا او کاناډا ته ترسره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه