Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالرحمن حبیب: ۷۱ کورنیو او دوه بهرنیو بنسټونو د فعالیت جوازونه اخیستي

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن ویلي چې، دغه وزارت د روان لمریز کار کال له پيله تراوسه ۷۳ غیر دولتي بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند زیاتوي چې، د ۷۳ غیر دولتي بنسټونو له منځه، د هغو دوه بنسټونه یې بهرني دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، دامهال په ټول هېواد کې ۲۴۷۷ غیردولتي موسسې فعالیت کوي چې، له دې منځه ۲۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې دي.

عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وویل:«د ۱۳۰۳ مالي کال له پيله تراوسه ۷۱ کورنیو او دوه بهرنیو بنسټونو له اقتصاد وزارته د فعالیت جواز اخیستی دی او اقتصاد وزارت له ټولو مرستندونه او تمویلونکو بنسټونو غواړي، د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیايي مرستو په برخو کې هم تمرکز وکړي چې، د کورنیو اقتصاد ملاتړ وکړي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه د کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو فعالیت د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناک ګڼي او ټینګار کوي چې، هغه ادارې چې د  بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، باید خپلې مرستې په زیر بنایي برخو کې ولګوي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې موسسو یا غیردولتي بنسټونو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او کاري بهیر یې اسانه وي، یقیناً چې، د کاري فرصتونو لپاره ډېره زمینه رامنځته کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«پر تولیدي اقتصاد هم باید تمرکز ولرو چې، وکړای شو بېخ‌بناوو ته وده ورکړو او د بهرنیو مرستو یوه اندازه پیسې کولای شو چې بېخ‌بناوو ته مترکزې کړو او دا په اوږد مهال کې کولای شي، د افغانستان د اقتصاد په ګټه پرېوځي.»

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې  نږدې ۲۱۹۴ پروژې چې بشري، بېړنۍ او نیمه پراختیایي پروژې پکې شاملې وې، د کورنیو او بهرنیو غیردولتي بنسټونو له لارې  پلې شوې او د دغو پروژو په عملي کېدو سره درې سوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه