Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارموندنې طرحه وړاندې کړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تر راتلونکو پنځو کلونو به  ۱ اعشاریه ۵ میلیونه کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شي.

د دغه وزارت مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې زیاته کړه چې، دغه پروګرام به د کار په ملي کنفرانس کې د ۱۵ هوکړو د لاسلیک پر بنسټ عملي شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، محمد زاهد احمدزی وايي: «په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه تېره شوې ده. د بې روزګارۍ کچه ټیټه ده، په دې تړاو ډېر پروپاګند شوی دی، هغه هېوادونه چې پرمختللي هم دي، د کارموندلو کچه پکې ټیټه ده.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار، رحیم الله صراح و ویل: «دوه ډوله قوانین دي چې د کار قانون او د ټولنیزو چارو قانون دی، چې د بیاکتنې او توشیح لپاره عالي مقام ته استول شوي دي.»

بل پلو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیبول، د کار د جوازونو وېش، په ۲۷ ولایتونو کې د کار د بازار په تړاو د هر اړخیزو معلوماتو راټولول، او  قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو لپاره د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو تعقیبول د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو ګڼي.

سمیع الله ابراهیمي زیاتوي، چې د زونونو په کچه د کاري فرصتونو د مرکزونو جوړول، د کارموندنې د موسسو څارنه، د روزنیزو او تخنیکي پروګرامونو جوړول، د ماشومانو د قضیو تعقیبول او د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ د پروګرامونو دوام د دغه وزارت د تېر یو کال له لاسته راوړنو دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي هم په دې اړه و ویل: « د کار په لپاره له هېواده بهر د خلکو استولو ۹ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کیږي چې په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت په اړه خبرې شوي او غونډې هم جوړې شوې دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي چې په تېر یو کال کې څه باندې ۱۱۸ زره افغانانو او ۳۳۸۱ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

په همدې توګه، دغه وزارت ۷۰ هغه سخت او خطرناک کارونه هم مشخص کړي چې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي او د دغو کارونو مهم شرایط او معیارونه یې له فابریکو سره شریک کړي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه