د اسلامي امارت رییس الوزرا وايي، د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل به د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.
ملا محمد حسن اخوند ویلي، ترکمنستان په دغه ګام سره د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کوي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا زیاته کړه: « دا د ترکمنستان د ملي رهبر، ولسمشر او نورو مسوولینو د ښه نیت او عاقلانه سیاست ښکاروندویي کوي چې دوی له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب لري.»
د ترکمنستان ولسمشر چې دغو مراسمو ته یې پر لیکه (انلاین) بڼه خبرې کولې، ویلي چې کابل او عشق اباد په لوړه کچه اړیکې لري او په خبره یې، پر افغان خاوره د ټاپي پروژې د چارو پیل د افغانستان او سیمې لپاره مهم دی.
د ترکمنستان ولسمشر، سردار بردی محمدوف و ویل: « د ترکمنستان او افغانستان ښې اړیکې دوام لري. د ټاپي او نورو پروژو د چارو پیل نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم مهم دي. ترکمنستان له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا په هڅه کې دی.»
ورته مهال د ترکمنستان ملي مشر ویلي، د ټاپي پروژه له افغانستان سره د ريښتینې ورورولۍ ښکارندويي کوي او په خبره یې، دغه پروژه د ترکمنستان د سیاست یوه نوې برخه ده.
د ترکمنستان ملي مشر، قربانقلی بردی محمدوف و ویل: « ترکمنستان او افغانستان تاریخي اړیکې لري او نن یې د ورورولۍ نیت نړۍوالو ته ثابت کړ. ترکمنستان له افغانستان سره خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته دوام ورکوي. دغه پروژې د سیمې د امنیت لپاره هم مهمې دي او مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.»
ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې سفارت یې افغانستان کې فعال دی او عشق اباد کې یې د اسلامي امارت سفیر هم منلی دی.
په دې اړه مو اندونه