د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال په چین کې په یوې غونډه کې په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې د چین او افغانستان تر منځ پر نېغ په نېغه اړیکو ټينګار کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال د چین په سیچوان کې یوې غونډې ته چې افغان، چینایي او د سویلي اسیا هېوادونو سوداګرو هم پکې ګډون درلود ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د امنیت د خوندیتوب، له نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې له امله بهرنیو په ځانګړې توګه چینايي پانګوالو ته د پانګونې مناسب بستر برابر شوی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: افغانستان غواړي چې له چین سره مستقیمې اړیکې ولري. څنګه کولای شو په بانکي مسایلو کې د دوی له سوداګرو سره پرېکړې وکړو. او د افغانستان د قانون پر بنسټ څنګه کولای شو له دوی سره ځمکنی دهلیز جوړ کړو.
په ورته مهال یو شمېر سوداګر چین د افغانستان د صادراتي محصولاتو د پلور لپاره ښه بازار ګڼي او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د واخان- چین د سړک د چارو پر ګړندیتوب هم ټینګار کوي.
سوداګر، میرویس حاجي زاده و ویل: که د واخان پر لار کار وشي، لومړیتوب ورکړ شي. دا دواړو هېوادونو لپاره غوره ده. ۹۰ سلنې ګټه یې افغانستان ته رسیږي. سوداګر د ویزې ډېره ستونزه لري.
یوه بل سوداګر، محمداغا سادات هم و ویل: که له دې لارې موږ وکړای شو خپل تولیدات واستو دا غوره اقدام دی، موږ کولای شو وچه مېوه، قیمتي ډبرې او نور توکي له دې لارې اروپا او نورو هېوادونو ته واستوو، نو دا به ډېره ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د یادې خونې لومړي مرستیال د ختیځ په اقتصادي کنفرانس کې چې د روسیې ولسمشر، د چین، مالیزیا د ولسمشرۍ مرستیالانو او د نورو هېوادونو استازو هم پکې ګډون درلود د اسیايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ او د دغو هېوادونو له استازو یې غوښتي وو چې خپل سوداګر په افغانستان کې د کانونو، کرنې او برښنا د تولید په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
په دې اړه مو اندونه