د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، دغه موده کې افغانستان د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت منځنۍ اسیا ته صادرات کړي دي.
اخندزاده عبدالسلام جواد وایي د صنعت او سوداګرۍ وزارت منځنۍ اسیا ته د صادراتو کچې د لوړولو هڅې کوي.
هغه و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان راکړه ورکړه په عادي ډول روانه وه، چې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادراتو او ۶۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت وارداتو په ګډون د ۶۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.»
په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې ته ډیره پاملرنه شوې ده.
د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د اسلامي امارت د استازو کتنې او د ګډو نندارتونونو جوړولو د دغو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا مثبت اغېز کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، منځني اسیا ته د صادراتو د ډېرېدو لپاره باید د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید و ویل: « د سیمه ییزو هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ اړیکې د پراختیا په حال کې دي. صادرات مو په ډېرېدو دي او له بېلابېلو هېوادونو واردات دوام لري.»
د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال، سخی احمد پیمان وایي: « موږ ډېری توکي د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوو او صادرات مو صنعتي توکي دي. هیله من یم چې منځنۍ اسیا ته زموږ د صادراتو او وارداتو توازن هغې کچې ته ورسیږي چې دغه سیمه د افغانستان تولیدي توکو لپاره ښه بازار بدله شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو لمخې افغانستان په کال کې شاوخوا لس میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې له دې ډلې دوه میلیارده ډالر یې صادرات او اته میلیارده ډالر یې واردات دي.