Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې او مالدارۍ وزات: زونونو کې د کرنیزو کمپلکسونو پر جوړولو کار روان دی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند طلوع‌نیوز ته وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې، د هېواد په زونونو کې ژر تر ژره کرنیز کمپلکسونه جوړ شي.

مصباح الدین مستعین په دې هکله همدارنګه ویلي چې، په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عصري سیسټم د رامنځته کېدو لپاره، د هېواد په زونونو کې د کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه کړنلاره وروستۍ شوې او دم‌ګړۍ د کمپلکسونو د جوړولو لپاره د ځمکې پر ټاکلو کار دوام لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند زیاتوي:«دم‌ګړۍ د ځمکې پر استملاک او سروې کار روان دی او همدارنګه له هغو پانګوالو سره چې، پر دغه کمپلکسونو پانګونه کوي ناستې د ترسراوي په حال کې دي او دا د افغانستان د کرنې لپاره یو ښه پرمختګ دی.»

ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د هېواد د زونونو په کچه د کرنیزو کمپلکسونو جوړول د کروندګرو او سوداګرو له زیانمن کېدو د مخنیوي او اقتصادي پراختیا په برخه کې اغېزناک ګڼي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«یو هېواد چې، کرنیز وي کرنیزو کمپلکسونو ته، پروسس او معیاري سړې خونو ته اړتیا لري او دا لازمي دي. بزګر د هر نظام د ملا تیر دی او موږ باید د کرنې ملاتړ وکړو.»

بل لور ته د کرنیزو چارو ځينې کارپوهان وايي چې، د محصولاتو د راټولولو، پروسس، مینځلو او پلور لپاره د یو مشخص ادرس په توګه د کرنیزو کمپلکسونو جوړول ډېر اقتصادي اهمیت لري.

د کرنیزو چارو کارپوه قطب‌الدین یعقوبي څرګندوي:«کرنیز کمپلکسونه یا په بل عبارت د راټولو، بسته‌بندۍ، پروسس او زېرمه کولو مرکزونه کولای شي چې، د کرنې په برخه کې ځانګړی اهمیت ولري. د هغه یو له اهمیتونو، د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره یو مشخص ادرس دی.»

تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و چې، د کرنې د میکانیزه کولو او کروندګرو د لاسنیوي لپاره یې د یو ملاتړي صندوق په چوکاټ کې دوه مېلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.
 
د کرنیزو چارو ځينې کارپوهان وايي چې، د محصولاتو د راټولولو، پروسس، مینځلو او پلور لپاره د یو مشخص ادرس په توګه د کرنیزو کمپلکسونو جوړول ډېر اقتصادي اهمیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه