د مالیې وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک شاوخوا ۲۰۷ میلیارده افغانۍ پورونه ورکړل شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، یو اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ د اسیا پراختیایي او ۹۱۰ میلیونه افغانۍ نړیوال بانک ته ورکړل شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل وايي: «که موږ یې وشمېرو د نړۍوالو بنسټونو نږدې ۱ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر پوروړي یو، چې دغه پورونه اوږدمهالي دي، ۵ کاله، لس کاله او ان ۳۰ کاله، چې وخت یې پوره شي باید د مشرانو په لارښوونه دغه پورونه ورکړ شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال بیا په دې اړه وايي: «هغوی هم اراده لري، چې بېرته هېواد ته راشي او خپل فعالیتونه مخ ته یوسي. په ځانګړې توګه هغه پروژې چې نیمګړې پاتې دي.»
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، پر مخکیني حکومت د نړیوال بانک، د آسیا پراختیايي بانک، د پیسو نړیوال صندوق، د سعودي صندوق، د کویټ صندوق، ایټالیا، بلغاریا او یو شمېر نورو بنسټونو شاوخوا یو میلیاردو ۴۵۰ میلیون ډالره پورونه پاتې دي، چې اسلامي امارت یې د ورکړې هڅه کوي.
ښاغلی حقمل زیاتوي: «ځینې هېوادونه هم دي او بنسټونه هم لکه، سعودي فنډ، نړۍوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک، کویټ فنډ او په دغو پورونو کې نړۍوال بنسټونه هم دي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په تړاو د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې باید د نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک په څېر تمویلوونکي بنسټونه افغانستان ته راشي او خپلې چارې بېرته پیل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مومند هم و ویل: «ټول هېواد پر نیمګړو پروژو پورې تړلی دی. یعنې سوداګر له ټیکه دار سره، ټيکه دار له سیم کار سره، یو د بل پوروړي دي چې دا یوه ننګونه ده. که پراختیايي بانک او نړۍوال بانک خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي، نو فکر کوم چې د افغانستان په اقتصاد کې به مهم رول ولوبوي، هیله ده چې دوی خپل کارونه پیل کړي..»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې خپلې چارې درولي دي، چې په دې لړ کې په افغانستان کې د نړۍوال بانک د شاوخوا ۴۵ پروژو چارې درېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه