Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو راپور: په روان مالي کال کې د افغانستان عواید زیاتوالی موندلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش، د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې وايي چې، د روان مالي کال په څلورو میاشتو کې د دغه هېواد عواید یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلي دي چې، د تېر کال پرتله یې ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د افغانستان ګمرکي عواید د تېر کال پرتله له دوه سلنه کموالي سره مخ شوي دي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش په دغه راپور کې ویلي:«د دولت عواید د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې چې، د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې پیل شو، شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته ورسېدل، چې دا د تېر کال پرتله د ۱۱ سلنه ودې او له ټاکل شوي هدفه درې سلنه زیاتوالي ښيي. دا چاره په عمده توګه د عوايدو د برخې د کلني عوايدو د ۳۰ سلنه زياتوالي له امله ده، په داسې حال کې چې، ګمرکي عواید د صادراتو د کمېدلو له امله دوه سلنه کموالی ښيي.»
 
د اقتصادي چارو شنونکی شمس‌الرحمن احمدزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په تېرو درې کلونو کې هغه عواید چې، له کورنیو سرچینو ترلاسه شوي، زښته زیات دي، لکه‌څرنګه چې، شمېرې کابو څو مېلیارده دي دا ټولې دې په هغو پروژو کې ولګول شي چې، د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او پر بېخ‌بنايي پروژو دې ولګول شي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې ویل شوي چې، په ۲۰۲۴ زیږیز کال کې ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري او د ۲۰۲۴ کال د اګست تر ۳۰مې پورې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ ۲٫۹ مېلیارد ډالرو مرستو نه یوازې ۲۴٫۹ سلته برابرې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی میرشکیب میر وویل:«د نړۍوالې ټولنې د مرستو کموالی کولای شي چې، په افغانستان کې د کورنیو پر اقتصاد او د بې‌وزلۍ پر زیاتوالي منفي اغېز ولري. همدرانګه په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې مرستو ته اړتیا ده او باید لومړیتوب ورکړل شي او ځينې مرستې د افغانستان د بېخ‌بنايي اقتصاد پر پیاوړتیا ولګول شي.»

اقتصاد وزارت هم د اوسني اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره د مرستو دوام مهم ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د افغانستان خلک بشرپاله او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري. له نړۍوالو بنسټونو له هغې ډلې په ملګرو ملتونو سازمان پورې له اړوندو بنسټونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې، د افغانستان له خلکو سره دې مرستې له کمي او کیفي پلوه زیاتوالی ومومي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و چې، ۱۲٫۴ مېلیون افغانان چې، اته سلنه یې ښځې او ماشومان دي، مرستو ته اړتیا لري؛ خو دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله یوازې له یو مېلیون کسانو سره مرسته کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه