Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۶ میاشتو کې ایران ته ۱۲ سوه ټیټ کیفیت تیلو ټانکرونه بېرته استول شوي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې یو زر او ۲۰۰ د بې کیفیته تیلو ټانکرونه ایران ته ورګرځولي دي.

د مسوولینو په خبره په دې موده کې له پنځلس زره زیات د تیلو ټانکرونه د ورېښمو پُله له لارې نیمروز ته وارد شوي دي.

د نیمروز د ولایت مقام د دفتر رییس، حامد ابراهیم په دې اړه وايي: «په تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۵ زره ټانکرو له منځه مو بېرته ایران ته ۱۲ سوه هغه ټانکرې ستنې کړي چې ټیټ کیفیته تیل یې هېواد ته راستول.»

د نیمروز په بازارونو کې د بې کیفیته تېلو شته والي د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د نیمروز اوسېدونکي وایي، د بې کیفیته تېلو استفادې له امله یې موټر له تخنیکي ستونزو سره مخ وي.

د نیمروز اوسېدونکی، محمد ابراهیم نارويي وايي: «د نیمروز په بازارونو کې د ټيټ کیفیته تیلو له امله د سورلۍ موټرې تخنیکي ستونزې پیدا کوي. له حکومت غوښتنه دا ده چې د کم کیفیت تیلو مخه ونیسي.»

د نیمروز یو بل اوسېدونکی، واثق وايي: «دا چې حکومت د تېلو ډيری موټرې بېرته ایران ته استولي، خوښ یو. خو د تیلو پر پمپ سټیشنونو باید لا زیاته څارنه وشي.

تر دې وړاندې هم د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو په ځلونو ایران ته د بې کیفیته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه