د کانونو او پټرولیم وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح غونډه وکړه.
د دغه وزارت مسوولان وایي، د کانونو په برخه کې یې له حکومتي کنټروله د بهر کړیو لاسوهنه تر یوه بریده شنډه کړې ده.
د دغه وزارت مالي او اداري معین د افغانستان د سرو زرو کانونو ته د مافیا د لاسونونو لنډېدو ته په اشارې سره زیاتوي، چې کانونه د افغانستان د خلکو خزانه ده او د ولس ورته سترګي دي او اسلامي امارت په جدي توګه ترې ساتنه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین، حسام الدین صابري و ویل: ورځ تر بلې مافیايي کړۍ په دغه برخه کې د لمنځه تګ په حال کې دي او امید دی چې ډېر ژر به مکمل کنټرول شي. سل سلنه نه شم ویلی خو تر دې وروسته به د کانونو په برخه کې مافیايي کړۍ نه وي.
بلخوا، د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ټینګار کوي چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د هېواد په بېلابېلو کانونو کې د کانونو د کېندنې او استخراج په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
همایون افغان وایي، یوازې په روان لمریز کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لارې څلور میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ د عوایدو په توګه د حکومت خزانې ته جمع شوې دي.
ښاغلي افغان زیاته کړه: د زمردو له لارې په ۱۴۰۲ کال کې لس میلیارده ۴ سوه نهه اویا میلیونه او ۹ سوه ۲۹ زره او ۵۶۸ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
ښاغلي افغان دغه راز د افغانستان د بېلابېلو کانونو کې د کاني توکي د پروسس اهمیت ته په نغوتې سره زیاتوي چې په تېر یو کال کې یې ۵۲ شرکتونو ته د کاني توکو د پروسس جوازونه ورکړي دي.
هغه و ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت په کاني سرچینو کې د پانګونې د هڅونې په موخه اړین سهولیتونه رامنځته کړي او توانیدلی ۵۲ شرکتونو ته د پروسس اجازه نامې صادر کړي چې مختلفونه منرالونه لکه کرومایټ، تالک، ګچ، مرر، خاورین جغل، شګه او نور منرالونه شامل دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت د کانونو ۶۴۷ بېلابېلې ساحې سروې کړې او د هغو معلومات یې راټول کړي او دا مهال ۵۴۴ کانونه د کېدنې او استخراج په حال کې دي چې په وینا یې، په دغو کانونو کې۱۵۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار کوي.
په دې اړه مو اندونه