د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې، په تېر یوه کال کې د څارویو څه باندې ۵۰ زره څرمنې ایران او ترکیې ته صادرې شوې دي.
د دغه ریاست په وینا، د څارویو څرمنې له بېلابېلو ولایتونو راټولې او د اسلام کلا بندر له لارې له هېواده بهر ته صادرېږي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد عمر قاصد د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«موږ د پوټکي ډېر صادرات لرو او اوس د اسلام کلا بندر له لارې دوو هېوادونو ایران او ترکیې ته صادرات لرو.»
ځينې هغه کسان چې، د څارویو د څرمنو پر راغونډولو بوخت دي، وايي چې، دغه محصول په لږه بیه نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د څارویو د څرمنې یا پوستکي د راټولولو او بسته بندۍ کار ته جلابي ویل کېږي. د هرات د جلابانو صنف مسوول په خبره، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو، د حیواناتو پوستکي تر راټولولو وروسته هرات ته راوړل کېږي او له دغه ولایته نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د هرات د جلابانو صنف مسوول جمالالدین طاهري طلوعنیوز ته وویل:«د څارویو دغه څرمنې د بلخ، بادغیس، فاریاب، فراه او ځينو نورو ولایتونو څخه هرات ته راوړل کېږي.»
هرات کې ځینې جلابان وايي، د تېر پرتله د صادرېدونکو څرمنو بیې را کمې شوې دي. د دوی په خبره، واردونکو هېوادونو د څارویو د څرمنې بیې ډېرې ټیټې کړې دي.
د هرات یو له جلابانو صفدر وايي:«دغه څرمنې چې، ایران او ترکیې ته صادرېږي، کهچېرې دننه په افغانستان کې استفاده شي، په زرګونه کسان په کار بوختېږي او افغانستان هم د بوټونو د تولید او چرم له پلوه ځانبسیاینې ته رسېږي.»
جلاب غلام رسول هم څرګندوي:«مخکې وضعیت ډېر ښه و؛ خو په دې وروستیو کې بیې ټيټې شوي او په خپله سوداګر هم له ستونزو سره مخ دی.»
د څارویو له څرمن یا پوستکي او وړیو تر ډېره د جامو، بیکونو او بوټونو په تولید کې ګټه اخیستل کېږي.
د ځينو جلابانو په خبره، په تېرو کلونو کې چې، د څارویو پوستکي له هېواده بهر ته نه صادرېدل، په کورني بازارونو کې ترې ډېره استفاده نهکېده او معمولا به لهمنځه تلل.
په دې اړه مو اندونه