اقتصاد وزارت له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې هر ډول لاسوهنه ردوي.
د دغه وزارت مرستیال طلوع نیوز ته وايي، اسلامي امارت له افغانستان سره د نړۍ په مرستو کې لاس نه لري او باید له افغانستان سره مرستې دوام ولري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: «اسلامي امارت په دغو مرستو کې هیڅ ډول لاسوهنه او تصرف نه لري او په پوره روڼتیا او څارنې اړمنو ته رسېږي. زموږ غوښتنه دا ده، چې له افغانستان سره مرسته لا زیاته شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جمهوري غوښتونکو یوې قانون جوړونکې ډلې چې د نوې لایحې د معرفي په حال کې ده، د اسلامي امارت له لوري د امریکا د مالي مرستو د ناوړه ګټنې د اندېښنې له امله له افغانستان سره د دغو مرستو د بندیدو غوښتنه وکړه.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «بشري مرستې په دې پلمه بیا درېږي چې د حکومت لاس ته به وغورځي او دا یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض لامل کېږي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالغفار نظامي هم و ویل: «دغه مرستې په لنډمهال کې د افغانستان لپاره ګټورې دي؛ خو په اوږد مهال کې یې ګټه نشته.»
امریکا په روان زیږیز کال کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۲۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو.
په دې اړه مو اندونه