Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانیو د بیې لوړېدو ترڅنګ بازارونو کې نرخونه ثابت پاتې دي

د مرکزي بانک د وياند په وينا، په تېره يوه مياشت کې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د هېواد د اسعارو ارزښت ٢،٢٤ افغانۍ لوړ شوى دى.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د افغانیو بیه لوړه شوې؛ خو د خوراکي توکو بیې نه دي راټيټې شوې.

د کابل اوسېدونکی، جمشید احمدزی وايي: «موږ وینو چې د ډالرو بیه بیا راټيټه شوې ده؛ خو بیا هم په نرخونو کې بدلون نه دی راغلی. له سوداګرو غواړو چې په دې برخه کې ډېره هڅه وکړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، جاوید هم وايي: «په بازارونو کې نرخونه ډېر لوړ دي، تبادله اوس هم په ډالرو کېږي؛ خو په قیمتونو کې بدلون نه دی راغلی.»

ورته مهال د افغانستان بانک وایي، د غوره پولي سیاستونو د پلي کېدو، د ډالرو له قاچاق څخه د مخنیوي، د صادراتو د زیاتوالي او د اسعارو په مارکېټونو کې له افغاني بانکنوټونو ګټنه؛ د دې لامل شوی، چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت دوه اعشاریه ۲۴ افغانۍ لوړ شي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري په دې اړه وايي: « زموږ وروستي معلومات دا ښيي، چې په تېره یوه میاشت کې، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت، ۲ اعشاریه ۲۴ افغانۍ زیات شوی دی. دا د افغانستان بانک لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ده.»

بل لور ته د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: «مثبت  ټکی دا دی، چې حکومت د افغانیو د ثابت ساتلو لپاره کار وکړي، چې دا پر سوداګرۍ هم اغېز لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک شمېرو له مخې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه