نړۍوال بانک وايي چې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته یې له افغانستان سره، یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه بنسټ په خپل نوي راپور کې زیاتوي چې، د افغاني ټولنې ثبات او معیشت ملاتړ، روغتیايي بیړنۍ غبرګون، د خوړو بیړنۍ خوندیتوب، د مدني ټولنو د سازمانونو د ظرفیت لوړولو ملاتړ او د کوچنیو پورو پیاوړتیا؛ په افغانستان کې د نړۍوال بانک له مهمو پروژو څخه دي.
نړۍوال بانک په راپور کې راغلي:«د افغانستان د ټولنې د ثبات او معیشت ملاتړ، روغتیايي بیړنۍ غبرګون، د خوراکي امنیت بیړنۍ ملاتړ، د مدني ټولنې د سازمانونو د ظرفیت لوړونې ملاتړ، د کوچنیو پورونو او تشبثاتو پیاوړتیا، د افغانستان لپاره د اوبو د بیړنۍ مرستې پروژه او د خصوصي سکتور پراختیا پروګرام، د نړۍوال بانک ځینې مهمې فعالې پروژې دي.
نړۍوال بانک ټینګار کړی چې، په دغو ټولو پروژو کې ښځې په محوریت کې دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې، دا فعالیتونه د ښځو لخوا د ښځو لپاره پلي کېږي.
بلخوا، د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د نړۍوال بانک فعالیتونه مهم بولي او ټینګار کوي چې، دغه بنسټ باید په افغانستان کې، خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«نړۍوال بانک مخکې په بېلابېلو سکټورونو کې لکه، بېخبناوو، محاسباتو او مخابراتو، د برېښنا تولید، کرنې سکټور، روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې یې د ګڼ شمېر پروژو مالي تمویل کاوه او د نړۍوال بانک د نیمګړو پروژو بیا پيل، د کاري فرصتونو سربېره، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا او په ښاري او کلیوالو سیمو کې د خدمتونو د وړاندې کولو د ښهوالي، د اقتصادي بېخبناوو د پیاوړتیا او زموږ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لامل به شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نړۍوال بانک په ګډون ډېری نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې، د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د دغو بنسټونو د فعالیتونو بیا پیلېدل کولای شي د هېواد پر اقتصاد مثبتې اغېزې ولري.