په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، د هغې غونډې په دویمه ورځ چې، د دوی له لورې جوړه شوې وه، د اقتصاد او افغانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د څرنګوالي په تړاو پهکې خبرې اترې شوې دي.
د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخېل، دغه غونډه د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهمه ګڼي.
حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله وویل:«په دغه کنفرانس کې پر دې فوکس و چې، د افغانستان له تجارانو سره او د افغانستان خلکو ته څنګه شغول او کار رامنځته کړو، پر دې ټولو موافقه وکړه چې، خلکو ته د دې پر ځای چې، مرسته وشي باید خلکو ته داسې پروژې جوړې شي چې، خلکو ته کار ورکړل شي او د هغوی د ورځني کار په بدل کې مزد ورکړل شي.»
د بانکي او مالي سکتور، د کانونو په برخه کې مستقیمې بهرنۍ پانګونې، تولید او صنعت، د افغانستان پر اوسنیو ستونزو د نړۍوالې ټولنې غور، د افغانستان شتمنۍ او د هغې له ګټو د استفادې څرنګوالی هغه موارد دي چې، د افغان سوداګرو په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې پرې خبرې شوې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر بانکي او مالي سکټور بحث وشو او همدارنګه د کانونو، تولید او صنعت په برخو کې پر مستقیمو بهرنیو پانګونو او پر شته اقتصادي ننګونو او دا چې، نړۍواله ټولنه څنګه کولای شي چې، د افغانستان اوسنیو ننګونو ته رسېدنه وکړي.»
بلخوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، په داسې غونډو کې باید نړۍوال بنسټونه قانع کړل شي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پيل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«نړۍوالو بنسټونو او ان بانکونو، لکه نړۍوال بانک او اسیايي بانک، په افغانستان کې په لسګونه نیمګړې پروژې پرېښې دي او حتا ځينې ۹۰ سلنې ته رسېدلي چې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو ورځ په ورځ خرابېږي پیسې یې نهتمویلېږي دا یوه جدي اړتیا ده چې، دغه بنسټونه بېرته راشي او دغه خیریه، ودانیزې او پراختیايي پروژې پیل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، اقتصادي او بانکي محدودیتونه او د پراختیايي مرستو بندېدل په هېواد کې د بېوزلۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.