Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خصوصي سکټور ته د کابل ښارولۍ له لوري څلور مارکیټونه سپارل شوي

کابل ښاروالي د یو میلیارد افغانیو په لګښت خصوصي سکټور ته د څلورو مارکېټونو له سپارلو خبر ورکوي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، ۳ نور مارکېټونه به هم د خصوصي سکټور په واک کې ورکړي او ټول لګښت یې څه باندې ۲ اعشاریه ۶ میلیارده افغانۍ کېږي.

 د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «د شاوخوا څلورو پروژو تړون وروستی شوی دی. د دغو پروژو لپاره څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت ورکول کېږي. درې نورې پروژې هم تړون ورکولو ته چمتو دي. په ټولییز ډول کابل ښار کې ۲ اعشاریه ۶ میلیارده افغانۍ پانګونه جذب کېږي.»

یو شمېر هټۍوال چې په کابل ښاروالۍ پورې اړوند مارکېټونو کې فعالیت کوي، وايي چې لویو مارکېټونو جوړېدل د ښار د ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره ګټور دي.

خو دغه هټۍوال د مارکېټونو د هټۍیو له لوړې کرايې شکایت کوي او له کابل ښاروالۍ د کرايې د کمولو غوښتنه کوي.

هټۍوال، نورالله وايي: «د دغه ډول مارکیټونو جوړېدل ډېر ګټور دي. ځکه هم د ښاري نظم لپاره غوره دي او هم پېرېدونکو ته اسانتیاوې برابرېږي.»

یو بل هټۍوال، عبدالمالک هم په دې اړه و ویل: «د هټیو کرایه باید راټیټه شي، ځکه کرایه ډېره لوړه ده او خلک د پېر وس نه لري. موږ اړ یو چې توکي په لوړه بیه و پلورو، ځکه د هټیو کرایه لوړه ده.»

بلخوا، ځینې پانګه‌وال چې له کابل ښاروالۍ سره په شراکت کار کوي، وایي چې د داسې مارکېټونو جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم ګټور دي.

فریدالرحمن عثماني، د یوه مارکېټ مسوول و ویل:«زموږ په هېواد کې پانګونه ډېره ښه ده او ټول سوداګر یو ځای شوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي، څو د ښاري ګڼې ګوڼې کمېدو کې همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به دوه نور لوی مارکېټونه هم جوړ کړي، چې یو به یې د سرو زرو د پلورونکو لپاره او بل به یې د وچې مېوې د پلورونکو لپاره ځانګړی وي.

شریک یي کړئ