Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانۍ غالۍ؛ سږ کال تر دې دمه د څه باندې ۸ میلیون ډالرو په ارزښت صادرې شوي

غالۍ اوبدل د هېواد یو له مهمو سکټورونو دی او د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول جوزجان، بلخ، فاریاب او سرپل ډېری وګړي په غالۍ اوبدلو بوخت دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې بهر ته د غالیو د صادراتو کچه لوړه کړي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ازبکستان ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: د ۱۴۰۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو په لړ کې، د ۲ اعشاریه ۳ میلیون کیلوګرامه غالۍ صادر شوې دي. دغه غالۍ د ۸ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت، پاکستان، ترکیې، چین، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایټالیا، امریکا، برېټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغاني غالیو د ټولنې رییس، نور احمد نوري بیا وايي: د افغانستان غالۍ د نړۍوالو لپاره یوه خاص سبک، یو ځانګړی ارزښت لري. چې د نړۍ هیڅ یو هېواد نشي کولای د افغانستان د غالیو ځای ونیسي.

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایران د هنر او صنایعو د کمېسیون مشر وايي، له افغانستانه د غالیو قاچاق د ایراني لاسي غالیو د پلور بازار نیولی دی.

خو يو شمېر پلورونکي وايي، بهر ته د غاليو صادرات کم شوي دي.

پلورونکی، شاداب په دې اړه وايي: اوس مهال زموږ پلور ۵۰ سلنې دی او هغومره چې لازم دی، پلور نشته دی. د صادراتو له امله ځینې ستونزې لرو. موږ پنځه شپږ ډوله غالۍ لرو چې د افغانستان له شمال، سویل او لویدیځ یې راوړو.

یو بل پلورونکی، کامبیز وايي: له اسلامي امارته مو همدا غوښتنه ده چې هوايي دهلیزونه پرانیزي. موږ ته اسانتیاوې برابرې کړو چې په اسانۍ سره اروپايي، امریکايي او اسټراليايي هېوادونو ته غالۍ صادرې کړو.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هېواد کې د غالۍ اوبدلو سکتور د ودې لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت ددغه سکتور ملاتړ وکړي.

د افغاني غالیو ټولنې تل د غالیو د صنعت په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې پر ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې شته ستونزې هوارې شي او هوايي دهلیزونه هم فعال شي، نو بیلابیلو هېوادونو ته به د افغاني غالیو صادرات د پخوا په پرتله زیات شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ازبکستان ته صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه