Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د دوام په اړه خبرې

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره څو ناستې درلودې.

د دې شورا مشر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جرمني له سفیر او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره جلا جلا کتنې کړي او په افغانستان کې یې د کارموندنې او د بشري مرستو د هڅو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

حاجي عبيدالله صدرخېل زياته کړې، چې په دوبۍ کې د نړيوالې همغږۍ ډلې په غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ پيل شوه او نن يې وروستۍ ورځ ده، له افغانانو سره پر مرستو او د تېر حکومت د پروژو پر بشپړېدو ټينګار وشو.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخیل په دې اړه و ویل: «افغانان ستونزې لري او باید د زیربنايي پروژو په برخه کې ورسره مرسته وشي، څو خلکو ته کار رامنځته شي. دا چې خلکو ته کبان ورکوي، غوره دا ده چې د کبانو نیولو چل ور زده کړي. د یوې بورۍ وریجو، غنمو او غوړو مرسته به د یوې میاشتې لپاره وي، بله میاشت به څه کوي؟ ښه خبره دا ده چې پانګونه وشي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو، یوناما، نړیوال بانک، په دوبۍ کې د شته سفارتونو استازو، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې او سوداګرو ګډون کړی وو.

بل لور ته د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په بنسټیزو برخو کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو مرستې مهمې دي او اړتیا ده چې په دې غونډو کې شوې ژمنې عملي اړخونه ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال په دې اړه وايي: «د کومو مرستو په اړه چې ژمنه کیږي، غوره ده چې دغه ژمنې عملي شي او وفا پرې وشي، ځکه په افغانستان کې وزګارتیا ډېره زیاته شوې او بې وزلي ورځ تر بلې زیاتیږي.»

اقتصاد پوه، سید مسعود وايي: «هغه هېوادونه چې له افغانستان سره مرستې ته راټول شوي او دغه موضوع ته یې پام دی، مرستو ته باید دوام ورکړي. دا مثبت ټکي دي. خو اصلي موضوع دا ده چې موږ څه ډول له دغو مرستو کار واخلو او په حرکت یې راوړو. خو تېرې خبرې باید تکرار نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د روان زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۸ او ۲۹ نېټه د نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې غونډه وکړه چې پکې د پانګونې پر فرصتونو او د هېواد د اقتصاد پر پراختیا خبرې وشوې.

شریک یي کړئ