Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له لاجورد دهلیزه د ګټې اخیستنې په موخه پر سیمه ییزې همکارۍ ټینګار

ترکي رسنیو په استانبول ښار کې د ترکیې، افغانستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکمنستان د ټرانسپورټ وزیرانو تر منځ د یوې غونډې له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې، ګرجستان، اذربایجان او ترکمنستان د ټرانسپورټ وزیرانو په استانبول کې د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سرپرست په حضور کې د لاجورد دهلیز په غونډه کې له لاجورد دهلیز د اغیزناکې ګټنې پر څرنګوالي، په دې لاره کې د اسانتیاوو د برابرولو او یادې لارې د رغولو لپاره پر فرعي پانګونې ټینګار وشو.

د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دې غونډه کې د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر وویل، چې د لاجورد دهلیز به د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ لپاره ستراتیژیکه اړیکه رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: د لاجورد مسیر یو نړۍوال مسیر دی چې افغانستان له ترکمنستان، ګورجستان او اذربایجان له لارې له ترکیې سره نښلوي. کولای یې شي له اروپايي هېوادونو سره یې هم ونښلوي. څومره چې دا سیمه ییز اتصال زیاتیږي او ټرانزيټ زیاتیږي. د ټولو هېوادونو په ګټه تمامیږي.

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان لپاره د لاجورد دهلېز ارزښت ته په پام سره وايي، چې ګاونډي هېوادونه باید له دې لارې د پانګونې او کارولو لپاره څو اړخیز تړونونه لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی بیا په دې اړه وايي: باید د سیمې دا درې څلور هېوادونه چې دي دا متحد او متعقد شي څو لاجورد لاره ژوندۍ کړي. او د لاجورد لارې ژوندي کول په عمل کیږي او په لګښت کیږي. په پانګونه کیږي. موږ غواړو چې یو موټر له افغانستان په مستقیمه توګه له کوم قید او شرط پرته ترکیې ته ورسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم و ویل: افغانستان تل یوه یا دوو مسیرونو ته اړ وي. که وریښم لار و رغیږي نو هغه یوه ښه لار ده او کولای شي افغانستان له نورې نړۍ سره وصل کړي.

د لاجورد لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او ګرجستان په ګډون د پنځو هېوادونو د استازو ترمنځ په ۱۳۹۶ کال کې لاسلیک شو او له دغه تړونه یو کال وروسته د وچې مېوې او پنبې په ګډون د افغانستان د ۱۸۰ ټنه صادراتي توکو لومړۍ جوپه د دغه سوداګریز دهلیز له لارې له هرات څخه ترکیې ته ولیږدول شوه.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر ویلي، د لاجورد دهلیز به د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ لپاره ستراتیژیکه اړیکه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه