Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد د اقتصاد د ژغورنې یوازنۍ لار وه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګر په یوه تازه راپور کې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدونه د دغه هېواد د اقتصاد د ژغورنې لاره ګڼي.

سیګر وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بانکونو له لارې د پیسو په لېږدونه او همداراز د نغدو پیسو په تړاو شته ننګونې د دې لامل شوي چې، ملګري ملتونه افغانستان ته په فیزیکي ډول ډالر ولېږدوي.

له دې سره هممهاله، د اسلامي امارت اقتصاد وزارت وایي، چې سیګر د افغانستان په تړاو ناسمه ارزونه کړې ده او راپور یې غیر واقع بینانه دی.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: «اقتصاد وزارت د افغانستان په اړه هغه راپور چې د افغانستان اقتصاد یې پکې منفي ارزولی دی، له عیني حقیقت لرې بولي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، سیر قریشي بیا په دې اړه وايي:  «غوره انتخاب دا دی، چې دوی خپلې پیسې د ملګرو ملتونو له حسابونو یا هر بل بنسټ له لوري چې بانکي حساب ولري، کریډیټ کړي او بیا له افغانانو سره مرسته وکړي.»

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د سیګر د تازه راپور په تړاو بېلابېل لید لوري لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شکیب میر بیا وايي: «هغه نغدي کڅوړې چې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته لېږدول کېږي، د قیمتونو پر ثبات، د نرخونو پر تبادلې او د نغدي ستونزو پر حل د پام وړ اغېزې لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي هم و ویل: «وګورئ، سیګر تل داسې راپورونه خپروي، چې کم څه پکې حقیقت وي. په هغوی کې حقیقت هم پټېږي او بیا راپور خپروي.»

د افغانستان لپاره امریکا د بیا رغونې لپاره د ځانګړي پلټونکي د دفتر  د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې ملګرو ملتونو افغانستان ته  ټولټال۳.۶ میلیارده ډالره نغدي مرستې لېږلې دي، چې په کال کې ۱.۸ میلیارده ډالره کېږي. دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ټاکل شوو حسابونو کې اېښودل شوې دي.

سیګر وايي، افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بانکونو له لارې د پیسو په لېږدونه او د نغدو پیسو په تړاو شته ننګونې د دې لامل شوي چې، ملګري ملتونه افغانستان ته په فیزیکي ډول ډالر ولېږدوي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګر په یوه تازه راپور کې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدونه د دغه هېواد د اقتصاد د ژغورنې لاره ګڼي.

سیګر وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بانکونو له لارې د پیسو په لېږدونه او همداراز د نغدو پیسو په تړاو شته ننګونې د دې لامل شوي چې، ملګري ملتونه افغانستان ته په فیزیکي ډول ډالر ولېږدوي.

له دې سره هممهاله، د اسلامي امارت اقتصاد وزارت وایي، چې سیګر د افغانستان په تړاو ناسمه ارزونه کړې ده او راپور یې غیر واقع بینانه دی.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: «اقتصاد وزارت د افغانستان په اړه هغه راپور چې د افغانستان اقتصاد یې پکې منفي ارزولی دی، له عیني حقیقت لرې بولي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، سیر قریشي بیا په دې اړه وايي:  «غوره انتخاب دا دی، چې دوی خپلې پیسې د ملګرو ملتونو له حسابونو یا هر بل بنسټ له لوري چې بانکي حساب ولري، کریډیټ کړي او بیا له افغانانو سره مرسته وکړي.»

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د سیګر د تازه راپور په تړاو بېلابېل لید لوري لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شکیب میر بیا وايي: «هغه نغدي کڅوړې چې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته لېږدول کېږي، د قیمتونو پر ثبات، د نرخونو پر تبادلې او د نغدي ستونزو پر حل د پام وړ اغېزې لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي هم و ویل: «وګورئ، سیګر تل داسې راپورونه خپروي، چې کم څه پکې حقیقت وي. په هغوی کې حقیقت هم پټېږي او بیا راپور خپروي.»

د افغانستان لپاره امریکا د بیا رغونې لپاره د ځانګړي پلټونکي د دفتر  د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې ملګرو ملتونو افغانستان ته  ټولټال۳.۶ میلیارده ډالره نغدي مرستې لېږلې دي، چې په کال کې ۱.۸ میلیارده ډالره کېږي. دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ټاکل شوو حسابونو کې اېښودل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه