Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ټرانزیټي موټرو کې د جي‌پي‌اېس ځیرک قلفونو د نصبولو کار پیل شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو، افغان پوست او امارتي شرکتونو د ریاست ترمنځ په هېواد کې د ټرانزیټي موټرو د څارلو لپاره د ځیرکو قلفونو د نصبولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغو بنسټونو د چارواکو په وینا، د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره د جي‌پي‌اېس سیسټم یا ځیرک قلفونو نصبول، د موټرو ځای او سرعت د ښودلو ترڅنګ د ټرانزیټي توکو د خوندیتوب لپاره د کاونډیو هېوادونو اعتبار هم زیاتوي.

د مالیې وزارت اداري مرستیال دوست محمد مخلص په دې هکله وايي:«په بېلابېلو برخو کې له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي چې، ښه بېلګه یې  دا دی نن د ټکنالوژۍ په برخه کې د ټرانزیټي محمولو لپاره د چي‌پي‌اېس پرمختللې وسیلې نصبولو پروژې عملي چارې پیلېږي.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تدارکاتو رییس حبیب‌الرحمن طلحه هم څرګنده کړه:«هر هغه بار وړونکی موټر چې، له بیرون، ګاونډي دولت لخوا زموږ ځمکې ته داخلېږي، په هغې کې به نصبېږي. او کله چې، بېرته بل دولت ته یا بلې خاورې ته زموږ د دولت له خاورې څخه بهر کېږي، هلته به بېرته ترې خلاصېږي.»
 
ورته مهال د امارتي شرکتونو عمومي رییس له یو بل سره د سیمې هېوادونو د نښلولو په برخه کې د افغانستان د سټراټېژیک موقعیت اهمیت ته په نغوتې سره وایي چې، په افغان خاوره کې د ټرانزيټي موټرونو لپاره د ځیرکو قلفونو د لګولو پیل په هېواد کې د ټرانزیټي فعالیت د معیاري کېدو په برخه کې یو بل مهم ګام دی.

د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال وايي:«ځيرک قلفونه یا چي‌پي‌اېس لاکر هغه برېښنايي قلف دی چې، د نړۍوال موقعیت پیدا کولو سیسټم یعنې چي‌پي‌اېس څخه استفاده چې په بار وړونکو لاریو کې نصبېږي او د هغوی د خوندیتوب،د لګښت کمښت، د سوداګریزو توکو د خوندیتوب او د ټرانزیټ د ودې لامل کېږي.»

د افغان پسټ شرکت رییس رحمت‌الله مکي هم څرګندوي:«یوې پایلې ته ورسېدو، داسې یوه پروژه چې، نن یې هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي چې، هغه ملي او نړۍواله ده چې، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره پرانیستل کېږي.»

د امارتي شرکتونو د ریاست د معلوماتو له مخې، افغان پست ادارې د هېواد په ټولو سیمو کې د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ۱۴۰۵ شپږ عددي پوستي کودونه ډیزاین کړي چې، له دې ډلې ۶۳۴ پستي کوډونه په پلازمېنه کې کارول کېږي.

د دغو بنسټونو د چارواکو په وینا، د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره د جي‌پي‌اېس سیسټم یا ځیرک قلفونو نصبول، د موټرو ځای او سرعت ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه