د رييس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین د ام سي سي قراردادي شرکت له رییس سره کتنه کې د مس عینک پروژې د عملي چارو د پیل پر ګړندي کېدو ټينګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې زیاته کړې چې، د اسلامي امارت مسوولین د دغې لویې پروژې د چارو د پیل لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.
د ام سي سي شرکت رییس هم وایي، چې په لومړي پړاو کې به د لوګر پر مس عینک پروژې څه باندې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وشي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: « دغه کتنه کې ښاغلي بینک د پروژې د عملي پیل د چارو د چټکتیا په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې لومړۍ برخه کې به دوی تر پنځه میلیارده ډالرو پانګونه وکړي او د اړتیا وړ ماشینري به هم په راتلونکي کال کې افغانستان ته راوړي. »
بل لور ته د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د د دغه وزارت سرپرست هم د مس عینک قراردادي شرکت له رییس سره کتلي او د یادې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه یې خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د مس عینک پروژې د عملي چارو له پیلېدو سره به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ مسو ته د افغانستان اړتیا هم پوره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « مس عینک د قوشتیپې او ټاپي په څېر یوه ستره بیسټیزه پروژه ده، چې د افغانستان په اقتصاد کې به یو ټولیز بدلون رامنځته کړي او بیکاري به لمنځه یوسي.»
د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د مس عینک پروژه د هېواد یوه له سترو پروژو ګڼي او وایي، د دغې پروژې د چارو له پیل سره به د هېواد اقتصاد وده وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد کریم عظیمي و ویل: « نړۍ کې مس پایته رسېږي، زه فکر کوم چې دا یو ښه فرصت دی، چې له دې کان ژر تر ژره مس او ځینې نور منرالونه استخراج شي او په هېواد دننه پروسس شي او د افغانستان د خلکو په اقتصاد کې یو ښه بدلون رامنځته کوي.»
مس عینک کان د کابل سویل ختیځ ته په ۴۰ کیلومټرۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري.
دا په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان دی او د افغانستان د یوې سترې طبیعي شتمنۍ سرچینه ګڼل کېږي.
په دې اړه مو اندونه