د ترکمنستان ولسمشر په مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې د ټاپي، ټاپ او همداراز د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د وسپنې پټلۍ د پروژو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ترکمنستاني رسنیو د راپور لمخې، د ترکمنستان ولسمشر د یادو پروژو اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، ترکمنستان په ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او له هغې ور ها خوا هم له اقتصادي پروژو ملاتړ کوي.
بردي محمداف د نویو بنسټیزو پروژو له هغې ډلې په افغانستان کې د ټاپي، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پر رغولو په ټینګار سره ویلي، په دغو او نورو ورته پروژو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو مشارکت د ستراتیژیک لید لپاره ډاډمنه لاره ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال په دې اړه وايي: دده ملاتړ په دې دلالت کوي چې دا پروژې دغو مشترکو هېوادونو ته څومره ارزښت لري. په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه پروژې ښې پایلې لري.
اقتصاد وزارت د ترکمنستان د ولسمشر له څرګندونو په هرکلي سره، د لویو سیمه ییزو پروژو عملي کېدل د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو د اقتصاد په ګټه ګڼلې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: موږ له دې خبرو ملاتړ کوو. دغه پروژې خامخا د سیمې او افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي. اسلامي امارت د ټاپي په څېر د سیمه ییزې پروژې د عملي کولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا بیا وايي: زه فکر کوم چې په دغه برخه کې څومره ډېرې هڅې وشي، د افغانستان په ګټه تمامیږي. تاسې ښه پوهیږئ چې له دغو پروژو سره د دې ترڅنګ چې خلکو ته کار پیدا کیږي په افغانستان کې پانګونې باور زیاتیږي او نور شرکتونه هم دلته پانګونې ته زړه ښه کوي.
افغانستان له ترکمنستان سره څلور ګډې لکه ټاپي، ټاپ، د ریل پټلۍ او نوري فایبر د لیږد پروژې لري چې د وږي په ۲۱ نېټه په هرات ولایت کې د د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوې.
په دې اړه مو اندونه