د افغانستان برښنا شرکت رييس وايي، افغانستان لږ تر لږه ۵ زره میګاواټه برښنا ته اړتیا لري.
عبدالباري عمر له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دمګړۍ هېواد کې ۹۶۰ میګاواټه برښنا شته، چې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو تولیدېږي.
عبدالباري عمر زیاتوي، چې د انرژۍ د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ډېر وخت او پانګې ته اړتیا ده، خو په خبره یې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي چې د باد، لمر، تودوخي او اوبو له سرچینو د برښنا د تولید په برخه کې نوره پانګونه وکړي.
عبدالباري عمر و ویل: « د ترسره شوې سروې لمخې لږ تر لږه ۵ زره میګاواټه برښنا ته اړتیا لرو او که په سټنډرډه توګه یې وشمېرو، چې ټولو ولسوالیو او کلیو کې خلکو ته په سټنډرډ او معیاري توګه برښنا ورسېږي، نو اړتیا مو تر ۸ او یا ۹ زره میګاواټو ته رسېږي.»
نوموړي همداراز زیاته کړې چې، د ترکیې، چین او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه دې ته لېواله دي چې، هېواد کې د انرژۍ پر تولید پانګونې وکړي.
ښاغلی عمر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، دا مهال د کجکي، سروبي او نغلو بندونو، د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد مزو او ټاپ په ګډون په لویو پروژو کار روان دی چې، په بشپړېدو سره به یې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا له هراته کابل ته او ۲۰۰۰ میګاواټه برښنا پاکستان ته ولېږدول شي.
هغه و ویل: « په لویو پروژو کار روان دی، چې یو یې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي پروژه ده، چې له اندخوی، شبرغان او داسې بیا له دشت الوان د کابل تر ارغندۍ کلي، تر کندهار او ننګرهار بیا دا مزي غځول کېږي. د دې پروژې عملي کار روان دی، چې شاوخوا ۶۰ یا ۷۰ سلنې کار یې بشپړ شوی دی.»
د افغانستان برښنا شرکت رییس د تېر حکومت پر زورواکو، سیاسي څېرو او حکومتي ادارو د دغه شرکت پاتې پورونو ته په اشارې وایي، چې هغوی د افغانستان له برښنا شرکته میلیاردونه افغانۍ پوروړي دي.
عبدالباري عمر څرګندوي، چې اوس مهال دغه شرکت د برښنا د وارداتو په برخه کې له هېڅ هېواده پوروړی نه دی.
عبدالباري عمر و ویل: « دغه برخه مو په دوه برخو وېشلې، چې یو یې تېر حکومت سیاسیون دي، چې هغوی هم پوروړي دي او زورواکان دي، چې ان میټرخوانانو ته یې اجازه نه ورکوله چې لاړ شي میټرونه یې ولولي.»
د افغانستان برښنا شرکت رییس دغه راز وایي، د را روان ژمي لپاره د برښنا د وېش طرحه په پام کې لري، څو هېوادوال په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونکي له ډېرو پرچاویو سره مخ نه شي.
هغه له خلکو هم غواړي چې له برښنا د ګټنې په برخه کې سپما وکړي.
په دې اړه مو اندونه