Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي پانګونې پر مټ کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږد پروژې د پلي کولو هڅې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د خصوصي پانګونې پرمټ له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د پلي کولو لپاره هڅې کوي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، له پنجشیره کابل ته د اوبو د لیږد پروژه د منظوري لپاره د اسلامي امارت د رهبر دفتر ته استول شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد زیاتوي: «له پنجشیره کابل ته د اوبو لېږد پروژې د عملي کېدو چارې بشپړې شوې دي او اوس د منظورۍ لپاره امیرالمؤمنین ته استول شوې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي، د ډونرانو او پانګوالو له لوري د دغې پروژې بودیجه برابره او پر کار پیل وکړي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد اهمیت ته په اشارې سره زیاتوي، چې خصوصي سکټور پر دې پروژې پانګونې ته چمتو دی.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «کورني او بهرني پانګوال لېواله دي، چې په دغه پروژه کې مشارکت ولري، ځکه ګټوره ده.»

بل خوا، ځینې کارپوهان پر دې باور دي، چې د پنجشیر د اوبو لېږد زیاتې پانګونې او ډېر وخت ته اړتیا لري، نو لومړی باید د باغدرې بند او د شاه او عروس بند د کانالونو پر جوړېدو کار وشي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب هم په دې اړه وايي: «که دولت یې وس نه لري کولای شي د نړۍوالو مرستندویانو او خصوصي شرکت د هڅونې له لارې د دغې پروژې بودبجه پیدا کړي. دولت هم کولای شي د اوبو د پلور او مدیریت له لارې د دغې بودیجې ملاتړ وکړي، بیا ستونزې حل کېږي.»

په پلازمېنه کابل کې د څښاک د اوبو کموالی او تر ځمکو لاندې اوبو کمښت، هغه جدي اندېښنې دي چې نه یوازې د اسلامي امارت مسوولان بلکې د کابل اوسېدونکي یې هم اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل والي د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له مسوولانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې په پلازمېنه کې د اوبو د تامین او مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت له مسوولانو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه