د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ټاکل شوې چې، د افغان- قزاق نندارتون د روان کال د اکټوبر له ۱۹مې تر ۲۲مې د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي.
د دغه وزارت د ویاند اخندراده عبدالسلام جواد په وینا، په دغه نندارتون کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی او ۲۵۰ سوداګر هم ګډون وکړي چې، تر ډېره به غالۍ، وچه مېوه، زعفران، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې نندارې ته وړاندې شي.
اخندراده عبدالسلام جواد زیاتوي:«په دغه نندارتون کې، له افغانستانه ۶۹ شرکتونه په ۸۰ غرفو کې کډون کوي چې، خپل محصولات او تولیدات له هغې ډلې، غالۍ، وچه میوه، زغفران، ګرانبیه او نیمهګران بیه ډبرې به نندارې ته وړاندې کړل شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو کچه کمه ده او د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ او پانونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«منځنۍ اسیا ته د کال کابو سل مېلیونه ډالره صادرات لرو؛ خو زموږ واردات زیات دي. واردات د دې لپاره زیات دي چې، موږ خوراکي توکو، غوړ، ګاز، تېل او غنمو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیررښتیا هم څرګندوي:«ټاکل شوې ده چې، په قزاقستان کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ یو ستر نندارتون جوړ کړو او د دغه نندارتون د جوړېدو موخه دا ده چې، د کورنیو توکو د پلور لپاره نوي بازارونه رامنځته کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په کابل کې د امام ابوحنيفه درېيم نندارتون جوړ شو چې، کورنيو او بهرنيو سوداګرو پهکې په ۷۰۰ غرفو کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړل.