د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، خپلې څېړنې یې پیل کړي چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپیریال ته زیان و نه رسوي.
د مسوولینو په وینا قراردادي شرکت باید ددغه کاڼ د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړي.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې تخنیکي او مسلکي معین، زینالعابدین عابد وايي: «د دغې پروژې اصلي موخه د هېواد ابادي ده او خلکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په موخه د چاپیریال ساتنې معیارونه څېړل شوي دي. د طرحې له ارزونې وروسته به د لازم جواز صادر شي.»
بل پلو، د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاري ډول ترسره شي او تر هغې وروسته د مسو د ویلي کولو او پروسس بهیر هم ترسره کیږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې رییس، حمیدالله حبیبي په دې اړه بیا وايي: «د ساحې چمتو کولو، ودانیز پړاونه، کېندنې، پروسس، د ساحې ذوب او پاکوونه، هر یو به په جلا توګه عملي شي.»
د ام سي سي شرکت تخنیکي مرستیال وايي، هڅه کیږي د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
د ام سي سي شرکت تخنیکي او انجینري مرستیال، شیونګ و ویل: باید ډاډ ترلاسه شي چې د مس عینک پروژه د افغانستان لپاره خپل مؤثریت لري او په دې برخه کې به موږ د اقتصادي پرمختګ، د هېواد د عوایدو د زیاتېدو او د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړو.»
د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له ام سي سي شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی و، چې د لوګر د مس عینک په کان کې څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شته.
په دې اړه مو اندونه