Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د اسټانبول په نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان به په ترکیه کې په نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړي.

د یاد وزارت ویاند وايي، د «حلال استانبول» په نوم دا نندارتون د نړۍ درېیم لوی نندراتون ګڼل کېږي.

 عبدالسلام جواد اخندزاده ویلي، د دغه نندارتون په څنډه کې به سوداګریزیز کنفرانسونه، د سوداګریزې ناستې او ګڼ نور پروګرامونه ترسره شي.

ښاغلی جواد وايي: «دغه نندارتون چې په پام کې ده د روان کال د نومبر پر ۲۷مه او ۳۰مه جوړ شي، د لومړي ځل لپاره پکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري او د خصوصي سکټور غړي هم پکې ګډون کوي او تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کوي. رسماً بلنه راکړ شوې ده.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان ګډون د سوداګرۍ د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د هېواد د تولیداتو د معرفي کولو لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اداري او مالي سرپرست، میر زمان پوپل په دې اړه وايي: «د افغانستان د صادراتي محصولاتو په تېره بیا وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، غالۍ، لاسي صنایع او همدارنګه د افغانستان تولید شوي محصولات چې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي، دا یو فرصت دی چې د افغانستان صادراتي محصولات اروپا ته بازارونو ته معرفي شي.»

اخوا، د غالیو د اوبدونکو او صادرونکو ټولنه وايي، ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په اوومه په ترکیه کې د غالیو ځانګړی نندارتون جوړ شي، چې له افغانستانه به هم د غالیو سوداګر پکې ګډون وکړي.

د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو د ټولنې رییس نوراحمد نوري په دې اړه وايي: «دغه نندارتون چې د جنورۍ په اوومه به په استانبول کې جوړ شي، غالۍ اوبدونکو ته ځانګړی شوی او ډېر مهم دی. د تركيې د غاليو اتحاديه هم په دې نندارتون كې د افغاني غاليو د سكتور او د افغاني غاليو د توليد كمپنيو ګډون ته ډېره لېوالتيا لري.»

د استانبول حلال نندارتون د اسلامي نړۍ یو له سترو نندارتونونو دی او د نړۍ په کچه درېیم ستر نندارتون ګڼل کیږي.

تېر کال په استانبول ښار کې په دغه نندارتون کې د ۶۰ هېوادونو د سوداګرۍ د وزیرانو په ګډون د ۱۲۵ هېوادونو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ګډون کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه