Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کندهاره هند او پاکستان ته د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت پیاز صادر شوي

د لومړي ځل لپاره تېرو دوو میاشتو کې له کندهاره هند او پاکستان ته له دوه میلیونو زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت پیاز صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هڅه کوي له هېواده بهر ته د کندهار کرنیزو حاصلاتو د صادراتو کچه لوړه کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بينا و ویل: « له ښه مرغه سږ کال تېرو دوو میاشتو کې وتوانېدو، چې له کندهار هند او پاکستان ته نهه زره ۹۵۰ ټنه پیاز، چې لګښت یې دوه مېلونه او سل زره ډالره دی، صادر کړو. هڅه مو دا ده، چې د کندهار د پیداوارو لپاره نور هم باندني بازارونه پیدا کړو.»

دغه ولایت کې کروندګر بهرنیو بازارونو ته د کرنیزو حاصلاتو لېږد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام ګڼي.

کروندګر، محمد يونس و ویل: « زموږ د ټول کال همدا خواري ده، باید په ښه بیه وپلورل شي او بهر ته واستول شي، تر څو زموږ له اقتصاد سره مرسته وکړي.»

بل کروندګر، عبدالرحمان و ویل: « سږ کال ښه پیاز کرل شوي دي کندهار کې، زموږ غوښتنه دا ده، چې بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شي، ترڅو له دې لارې د کروندګرو اقتصاد نور هم پیاوړی شي.»

په ورته مهال د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال دغه ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي، چې ۶۸ زره ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو آمر، شمس الرحمان موسی و ویل: « دلته کندهار کې سږ کال زموږ د اټکل لمخي پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه د پیازو کښتونه شوي، چې حاصل به ترې ۶۸ زره ټنه ترلاسه شي، ویلای شوو، چې د پیازو سږني حاصلات ښه دي».

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په دامان، ارغنداب، ژېړۍ، شاه وليکوټ، تخته پل، خاکريز او سپين بولدک ولسواليو کې کروندګر پیاز کري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه