Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي په افغان-قزاق نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د افغان- قزاق په دویم ګډ نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.

نورالدین عزیزي وايي، په افغان- قزاق نندارتون کې به څه باندې ۲۵۰ افغان سوداګر او صنعتکاران په ۷۰ غرفو کې خپل محصولات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

عزیزي په دې اړه و ویل: «په دغه سفر کې به د بېلابېلو سکټوري څانګو استازي او له ۲۵۰ زیات افغان سوداګر ګډون وکړي او په څه باندې ۷۰ غرفو کې به د افغانستان بېلابېل تولیدات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي چې هغه به د بانکی اړیکو، د افغانستان په کانونو، روغتیا، ښوونې او روزنې، مخابراتو او ټیکنالوژۍ کې د پانګونې او د یوریشیا د دروازې د پرانیستلو په ګډون چې له روسیې او ګرجستان سره د افغانستان د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لاره ده، خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه: «د ټرانزیټ په برخه کې به ان شاالله اوږدې خبرې وکړو او هڅه به وکړو چې د یوریشیا دروازه چې د قزاقستان له لارې د افغاني تولیداتو او توکو لپاره خلاصه شي؛ په ځانګړې توګه د تخریب وړ توکي چې په روسیه، بیلاروس او ګرجستان کې ښه بازار لري. موږ غواړو د قزاقستان له لارې د یوروشیا دروازه پرانیزو.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر بیا و ویل: «د نندارتونونو له لارې کولای شو افغاني توکي نړۍ ته معرفي کړو. په سوداګرۍ کې یو له خورا مهم موضوعاتو څخه اعلانونه دي، او هرڅومره چې موږ خپلو محصولاتو ته اعلان وکړو، هغومره به یې مثبت اغیزه وي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې ، د افغان - قزاق ګډ نندارتون به د میزان ۲۹مې څخه د عقرب تر لومړۍ نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د قزاقستان په الماتا کې ترسره شی ، او افغان سوداګر به  غالۍ، کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې او ګڼ نور توکي نندارې ته وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه