د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م څلور ورځنی نندارتون نن (شنبې) پایته ورسېد.
یو شمېر غرفه لرونکو چې، له بېلابېلو ولایتونو یې خپل محصولات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښي وو، د محصولاتو د پلور کچه د قناعت وړ وبلله.
د بغلان ولایت یو له غرفه لرونکو احمد جواد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«بېلابېل محصولات، لکه شات، د کنجد غوړ، د زغرو غوړ، د پنبې غوړ، او بېلابېل محصولات چې، زموږ بزګر یې تولیدوي او ارګانیک محصولات مو دلته راوړي او نندارې ته ایښي دي.»
د بدخشان ولایت یو له غرفهلرونکو محمد ولي هم څرګندوي:«په دغه نندارتون کې مو ۱۱ قلمه توکي نندارې ته اېښي دي. د الله (ج) د مرستې او د اسلامي امارت د همکارۍ په برکت، زموږ ټول محصولات وپلورل شول او زموږ پېردونکي ډېر ښه وو.»
د دغه نندارتون ځينې لیدونکي هم د هېواد د کرنې او مالدارۍ له محصولاتو سره د اشنایۍ لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي.
د نندارتون لیدونکی الهام د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«خوښ یو چې، په کابل کې د ټولو ولایتونو دا ډول نندارتونونه جوړېږي او د ټول افغانستان محصولات په کې موجود دي.»
د نندارتون لیدونکې سونیا هم وايي:«ډېر نندارتونونه دې جوړ شي چې، موږ د خپل هېواد له محصولاتونو سره اشنايي پیدا کړو.»
له بل لوري د دغه نندارتون ځينې متشبثې ښځې بیا له اسلامي امارته غواړي چې، د دوی د محصولاتو لپاره نور ورته نندارتونونه هم جوړ کړي.
غرفهلرونکې ګل مکی وايي:«دا چې، نندارتون جوړېږي، زموږ په ګټه دی؛ ځکه موږ هره میاشت تازه تولیدات لرو او ترڅنګ یې زموږ خلک پوهېږي چې، د افغانستان ښځې هم د کار وړتیا لري.»
د بادغیس ولایت غرفهلرونکې ندیمه هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې، موږ ته ډېر فرصتونه برابر کړي څو موږ وکړای شو هغه محصولات چې، په کور کې یې تولیدوو، دلته یې وپلورو.»
له دې سره سم، د کرنې او مالدارۍ خونه بیا د کورنیو تولیداتو په برخو کې له بوختو متشبثینو پر ملاتړ ټینګار لري.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال میرویس حاجيزاده په دې هکله وویل:«په اوسنیو شرایطو کې باید دا ډول نندارتونونه ډېر جوړ شي. د نندارتون جوړول د تولیدونکي د هڅولو په معنا دي او له تولید سره د مستهلیک اشنا کولو په معنا دي.»
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت ځينو چارواکو ویلي، کروندګر د هېوادوالو بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي او په روان هجري - لمریز کال کې د کرنیزو محصولاتو کچه د هېوادوالو له اړتیاوو ۶۵ سلنه لوړه ده.