د افغان - قزاق دویم درې ورځنی نندارتون، په الماتا ښار کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په حضور کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان-قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې، دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوري اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.
ښاغلي عزیزي په دې هکله وویل:«د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له دوست او ورور هېواد قزاقستانه هیله لرو چې، د افغانستان تولیدات او محصولات چې، ښه کیفیت لري، د صادراتو په وده او د نړۍ او سیمې بازارونو ته په اسانه توګه د لاسرسي د زمینې برابرو په برخه کې هر اخیز ملاتړ ولري.»
له دې سره هممهاله، په دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان په سوېلي او منځنۍ اسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بولي او ټینګار کوي چې، قزاقستان له افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورتي، لوژستیکي او انرژۍ په برخو کې د اړیکو ساتلو ته لېوال دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین وویل:«قزاقستان د افغانستان بازارونو ته د خپلو محصولاتو پر صادراتو پورې محدود نهدی؛ بلکې موږ خپلو بازار ته هم د افغاني توکو د وارداتو په برخه کې مرسته کوو او د افغان-قزاق نندارتون دا موضوع تاییدوي.»
بلخوا ځينې افغان ګډونوال چې، په دغه نندارتون کې یې د افغاني محصولات نندارې ته وړاندې کړي، د افغان- قزاق نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګندوي.
غرفه لرونکی شایق رحماني په دې هکله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې، دا ډول ډېر نندارتونونه جوړ شي چې، د افغانستان خلک وکړای شي خپل محصولات نړۍوالو ته معرفي کړي.»
بل غرفه لرونکی محمد ضیا قادري هم څرګندوي:«ډېر خوشحاله یو چې، دغه نندارتون له هېواده بهر جوړ شوی دی.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغان-قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورني تولیدات، لکه شيريني باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسي صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې، ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.