د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د امو دریا په نفتي حوزه کې د ۲۵ نویو څاګانو په فعالیدو سره، په ورځني ډول د استخراج کچه تر ۳ زره ټنو پورې رسیږي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، اوس مهال په دې نفتي حوزه کې ۲۴ فعالې څاګانې دي او په ورځني ډول ۱۳۰۰ ټنه نفت ترې استخراج کیږي.
حمدالله فطرت په دې اړه وايي: اوس مهال ۲۴ فعالې څاه ګانې لرو چې ۱۳ اعشاريه ۵ ټنه نفت ترې ترلاسه کيږي. د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې ۲۵ نورې څاه ګانې هم فعالې کړي. د دوی له منځه ۱۸ یې نوي کېندل کیږي. ۲ یې کشف او ۵ نور یې رغول کیږي.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، اړوند مسوولین باید د نفتي موادو د نویو څاګانو د کېندنې چارې د یوه سنجول شوي او کره پروګرام لمخې پیل کړي او د یادو نفتو د پروسس لپاره هم د پانګونو راجلبولو ته پام وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر په دې اړه وايي: «افغانستان د احتمالي طبیعي سرچینو له پلوه غني دی، خو له بده مرغه د سرچینو د پروسس لپاره مدرن ماشینونه نه لرو. اړتیا ده چې نور هېوادونه د پروسس د تجهیزاتو په برخه کې همکاري وکړي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، محمد اصف ستانکزی هم وايي: «د طبیعي سرچینو تولید او پروسس کولای شي کاري فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې پیسو پړسوب د راکمولو په برخه کې مثبت اغېز وکړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو لمخې، دمګړۍ د افغانستان د اړتیا وړ له نفتي موادو ۱۰ سلنه یې په کور دننه تولیدېږي.
په دې اړه مو اندونه