Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنې وزارت: د غنمو حاصلات په بې ساري ډول زیات شوي دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په تېرو درېیو کلونو کې د غنمو د حاصلاتو کچه له ۳ اعشاریه ۵ میلیون ټنو څخه ۵ میلیون ټنو ته زیاته شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین زیاتوي، چې د کروندګرو د لا ملاتړ او په بازارونو کې د غنمو د بیو د کنټرول لپاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو چاره دوام لري.
مستعین زیاته کړه: «د افغانستان د غنمو حاصلات له درې تر درې نیم میلیون ټنو وو. الحمدالله اسلامي امارت ددې وړتیا موندلې چې په تېرو درېیو کلونو کې د کروندګرو په مرسته دغه حاصلات پنځه میلیون مټریک ټنه ته رسولي دي.» 
مصباح الدین مستعین د خپلو خبرو په لړ کې په هېواد کې د غنمو د تولید زیاتېدو ته په اشارې سره وایي، چې غنمو د زېرمه کولو او له کروندګرو د اضافي غنمو د پېرلو په تړاو د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته، دغه وزارت په پام کې لري چې د روان کال تر پایه به په ۱۳ ولایتونو کې له کروندګرو ۳۸ زره ټنه غنم وپېرل شي.

هغه ویلي: «په ۱۳ ولایتونو کې کابو ۳۸ زره ټنه پلورل کېږي او اوسمهال هم په ۱۱ ولایتونو کې پلور دوام لري او په نورو ولایتونو کې خریداري کیږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: «دا پر ځای اقدام دی، حکومت چې اوس په بازار کې شته غنم اخلي. بیا یې په ذخیرو کې زېرمه کوي. دا په ژمي کې د خلکو لپاره یو لوی خدمت دی. ځکه ډېری هېوادوال د اقتصادي ستونزو له امله خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي وو، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صاردېدو  راهیسې د کروندګرو د ملاتړ لپاره، د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ پر هغوی نږدې ۱۰۰ زره منه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره وېشلې ده.

د کرنې وزارت ویاند وايي، په ۱۳ ولایتونو کې کابو ۳۸ زره ټنه پلورل کېږي او اوسمهال هم په ۱۱ ولایتونو کې پلور دوام لري او په نورو ولایتونو کې خریداري کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه