اقتصاد وزارت یو ځل بیا له افغانستان سره په بشري مرستو کې د اسلامي امارت هر ډول لاسوهنه رد کړه.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته وايي، سرپرست حکومت تل هڅه کړې چې، مرستندویه بنسټونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
عبدالرحمن حبیب و ویل: « د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو بشري مرستې له پيله تر دې دمه د ملګرو ملتونو اړونده دفترونو له لارې د امارتي وزارتونو او ادارو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول د کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري ترسره شوي دي. د اقتصادي تحرک او بې وزلۍ کمولو په موخه، هڅه کوو چې د مرستندویه بنسټونو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) بیا د مرستندویانو په فعالیتونو کې د اسلامي امارت د لاسوهنې د کچې له لوړېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، د همدې مسلې له امله ۸۳ پروژې په ټپه درول شوې دي.
اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بنسټ یوازې د روان زېږیز کال په سپټمبر میاشت کې د مرستندویه بنسټونو په فعالیتونو کې د لاسوهنې ۱۷۳ پېښې ثبت کړي او په پایله کې یې ۸۳ پروژې په لنډ مهالې توګه ځنډول شوي، دوه نورې پروژې په لنډ مهالې توګه بندې شوي او یوه پروژه له یو ځایه بل ځای ته لیږدول شوې ده.
خو اقتصاد وزارت د مرستندویه بنسټونو د ۸۳ پروژو د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د پلازمېنې اوسېدونکي بیا له اقتصادي ستونزو او د کار له نشتوالي شکایت کوي.
د کابل اوسېدونکی، امرالدین وایي: « کاروبار نشته، له اسلامي امارته خوښ یو، چې هېواد کې ارامي راغلې، خو خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي چې له بې وزلۍ خلاص شي.»
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو مرستو په افغانستان کې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې ډېر بدلون نه دی رامنځته کړی.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي وایي: « سره د دې چې ډېرې مرستې اعلانېږي، خو افغانستان ته چې را رسېږي، ډېرې کمېږي چې دا د دوی د خرابو پالیسیو له امله ده.»
تېره ورځ د یوناما مشرې، روزا اتونبایوا د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلی و، چې افغانستان ته یې د مرستو د را جلبولو لپاره له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره خبرې کړي او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د افغانانو د اړتیا وړ ځینې مرستې ترلاسه کړې دي.
په دې اړه مو اندونه