په کابل کې د چین سفیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار کړی دی.
په دې کتنه کې جاوشینگ ویلي چې چین به افغاستان ته صفر سلنه تعرفه وړاندې کړي او بیجینګ لېواله دی چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په دې کتنه کې دغه راز ټینګار شوی چې چین غواړي د تاجیکستان له لارې د افغانستان لپاره یو نوی اقتصادي دهلېز پرانیزي.
ښاغلي فطرت زیاته کړه: نوموړي و ویل هېواد یې پلان لري چې د تاجېکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او ددې لپاره د افغانستان، چین او تاجېکستان درې اړخیزه غونډه هم ترسره شي.
بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې هر کال له چین سره شاوخوا یو میلیارد ډالر سوداګریزه راکړ ورکړه کېږي، خو د صادراتو کچه تر وارداتو کمه د او پر صادراتي توکو صفر سلنې ته د تعرفې رسېدل بېجنګ ته د صادراتو په زیاتېدو کې مهم دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی په دې اړه وايي: موږ له ایران وروسته له چین سره ډېره سوداګري لرو، تقریباً په کلني ډول ۸ سوه میلیونه واردات لرو. تر ۵۰ میلیون ډالرو هم صادرات دي. چین زموږ ډېر پخوانی شریک دی.
یو شمېر سوداګر وايي چین له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې ښې اقتصادي اړیکې لرې او په افغانستان کې د چین پانګونه د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې اغېزناکه ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان بیا په دې اړه وايي: چین زموږ لپاره ګټور دی. په سیمه کې ډېر مثبت رول لري. خصوصاً په اقتصادي ډګر کې په نړۍواله کچه مثبت رول لري. موږ باید له دوی سره مستقیمه لار پرانیزو چې د واخان لار ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۵۴۸ میلیونه ډالر و چې له منځه۱۲ میلیونه ډالر یې صادرات دي.
په دې اړه مو اندونه