د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، هېواد کې پر کور جوړولو او ښاري پراختیا د پانګونې لپاره ګڼو کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا ښودلې ده.
د دغه وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، تر دې مهاله دغو برخو کې د ایران، پاکستان، سویلي افریقا، ترکیې، قطر او چین سوداګرو د پانګونو غوښتنه کړې ده.
محمد کمال افغان وایي، دغو پانګوالو د نوي کابل، خوشحال خان مېنه کې د قطریانو پروژې، په دارالامان کې د نیله باغ پروژې او په کندهار او هلمند ولایتونو کې د ځینو نورو استوګنیزو پروژو په ګډون ځینو پروژو کې پانګونه کړې ده.
د کور او ښارجوړولو وزارت ویاند و ویل: « یو قطر دی او یو چین دی چې په داوطلبانه توګه افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه کوي، نور پانګوال راغلي لکه د ایران، پاکستان، سویلي افریقا او ترکیې پانګوالو زموږ له وزیر سره ناسته کړې او په لومړنیو موضوعاتو خبرې شوې دي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د ښاري پراختیا او کور جوړونې په برخه کې د بهرنیو هېوادونو د سوداګرو پانګونه د افغانانو لپاره د کاري زمینې په برابرولو او ښاري نظم کې مهمه ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر و ویل: « اړتیا ده چې له نړۍ سره نږدې اقتصادي او سټراټیژیکې اړیکې ولرو او هر کله چې د کرنې، زېربنا او ابادۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړي باید ورته اسانتیاوې رامنځته کړو او موږ کولای شو د دغو اسانتیاو سترې پایلې ولرو.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالشکور هده وال و ویل: « له اسلامي امارت غواړو چې دغو هېوادونو او سوداګرو ته یې ژر تر ژره اسانتیاوې برابرې کړي څو افغانستان د ابادۍ په لور لاړ شي او هېوادوالو ته هم کاري زمینه برابره شي.»
تر دې وړاندې هم د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې د ښاري پراختیا د ۵۷ پلانونو د منظورۍ خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۱۰۰ ښاري سرغړونې پېژندل شوي او د ۴۴۳ ودانیزو پروژو څارنه د دغه وزارت یو بله مهمه لاسته راوړنه ده.
په دې اړه مو اندونه