د ایران پنځم هوايي شرکت ایرتور هم د لومړي ځل لپاره افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.
د ایران ایرتور هوايي شرکت له شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې فعالت لري، ټاکل شوې د ایران له دوو ښارونو په اوونۍ دوه الوتنې ترسره کړي.
د ایران ایر تور هوايي شرکت مسوول محمد رضا صابري ویلي:«نن په افغانستان کې د ایران د ایرتور د الوتکو حضور زموږ د دوه نیم کلنو زحمتونو حصال دی چې، موږ ایستلي دي.»
په همدې حال کې د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت او د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس وايي، هڅه کوي چې، د کابل له نړۍوال هوايي ډګره د نړۍوالو الوتنو په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت جګپوړی مشاور غلام جیلاني وفا طلوعنیوز ته وویل:«موږ له هره پلوه چمتو یو چې، له نړۍوالو معیارونو سره د هوايي ډګرونو خدماتي شرایط برابر کړو او په خدمت کې یې وو او تل وکړای شو د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو او نړۍوالو سټنډردونو مطابق عمل وکړو.»
د کابل هوايي ډګر رییس عبدالهادي محمد هم وايي:«موږ ډاډ ورکوو په ټول وس کوښښ کوو چې، الوتنې له امنیت او خوندیتوب سره ترسره شي او دا لسم شرکت دی چې، د کابل له هوايي ډګره الوت کوي.»
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې، اوس مهال د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره خوندي ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله څرګندوي:«موږ له دغې دریځه ډاډ ورکوو چې، د افغانستان فضا د الوتنو لپاره امنه ده. داسې امنیت تامین شوی چې، په وروستیو لسیزو کې ساری نهلري او همدا لامل دی چې، نن نړۍوال ایرلاینونه له افغانستانه الوت کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېر یو کال کې ځينو نړۍوالو شرکتونو له هغې ډلې ترکش ایرلاین، ایرعربیه او فلای دوبی هم افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي.
په دې اړه مو اندونه