د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې هرات کې یې د ایران سرکونسل لویه لاسته راوړنه بولي.
اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، قیمتي ډبرې، ممیز، سرب، نوشابه او کنجد هغه مهمترین توکي دي، چې افغانستان یې ایران ته صادروي.
یاد وزارت دغه راز، ډیزل، پټرول، ګاز، د تولیدي کارخانو لپاره خام مواد او سمنټ هغه توکي بللي، چې له ایران څخه واردیږي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته وویل: « د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې دوه میلیارده او ۱۹۴ میلیونه امریکایي ډالره وه چې له ډلې یې د ۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات وو.»
بل لورته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له راپیدا کېدو وروسته په تېرو درې کالو کې افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې او له دې لارې له نړۍ سره سوداګري پراخه کړې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید وویل: «افغانستان د ایران د بندرونو له لارې هم واردات او هم صادرات زیات کړي دي. راپورونو ښیي چې افغانستان سږکال تر ټولو ډېر صادرات او واردات د ایران له لارې کړي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم له ایران سره راکړه ورکړه او له چابهار بندر ګټه اخیسته د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد اصف ننګ وویل: « له ایران سره زموږ هغه تجارتي اړیکې لکه چابهار بندر کې افغانستان ته ځای ورکول د دې ښکارندویي کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کیږي او زموږ تېرې کلتوري اړیکې به هم لا پیاوړې کیږي.»
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي وو، تهران هڅه کوي چې په ایران کې افغان سوداګرو او د کاري فرصتونو رامنځته کوونکو ته د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
په دې اړه مو اندونه